Add new comment

 د خوست ولايتي شورا خپل دفتر وتاړه

کابل ( پژواک، ١٧ وږى ٩١): د خوست والي وايي، چې نور په دې ولايت کې اسناد نه لرونکو موټرو او موټرسايکلونو ته د ګرځېدواجازه نه ورکول کيږي.
د خوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان نن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  دغه څرګندونې د خوست والي عبدالجبارنعيمي د وږي  په ١٦مه دخوست ولايت دبارګينونو له يو شمېر استازو  سره په  ناسته کې وکړې.  
دده په وينا، نعيمي ويلي ، چې په دې تړاو يې په وروستۍ امنيتي جلسه کې يوې کمېټې ته دنده ورکړې ، ترڅو دخوست ښار په مرکز او  ولسواليو کې د اسناد نه لرونکيو موټرو  او موټرسايکلونو د ګرځېدو مخه ونيسي.
 د خوست والي ويلي ، چې  دغه کار يې د ولسمشر د ٤٥ګڼه فرمان  له  احکامو سره سم او د وزيرانو شورا د مصوبې پر بنسټ کړى دى .
  نعيمي ويلي : "  په خوست  کې دبې نمبر پلېټه موټرو او موټر سايکلونو شتون دامنيت پر وړاندې جدي ګواښ دى، ځکه د هېواد، خاورې او  د سولې دښمنان ددغه ډول موټرو  او موټرسايکلو څخه په ورانکارو  بريدونو کې استفاده کوي."
بلخوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي وويل، چې په دې تړاو يې ملي پوليسوته لارښوونه کړې، ترڅو دخوست په مرکز او ولسواليو کې دبې نمبر پليټه موټر  او موټرسايکلو دګرځېدو مخه ونيسي او د هغه په خبره ، که څوک په دې برخه کې سرغړونه کوي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
روان وايي ،چې په ياده ناسته کې  د موټرو د بارګينونو يوشمېر استازو وويل ، چې دوى په دې ډير خوښ دي ، چې ټولو موټرو  ته له قانون سره سم دګرځېدو قانوني اسناد ورکړل شي، ترڅو وکولى شي د ترافيکو له قوانينو سره سم  تګ او راتګ وکړي .
د سرچينې دمعلوماتو له مخې ، يادو ا ستازو   غوښتنه وکړه، چې ولايتي اداره  دې ،دوى ته يوڅه وخت ورکړي، ترڅو   وکولى شي په قانوني لارو د خپلو موټرو لپاره اسناد جوړ کړي .
د خوست د ولايتي شورا غړي شفيق مجاهد هم  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په خوست کې ډېر داسې موټر او موټرسايکلونه شته ،چې اسناد نه لري .
ده له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې د خوست له خلکو سره په دې برخه  مرسته وکړي او يو څه وخت ورکړي ،چې وکولاى شي خپلو  موټرو او موټرسايکلونو  ته اسناد جوړ کړي.
د خوست والي ويلي ، چې ددې  ستونزې د هواري په موخه به د مرکزي حکومت په هدايت  ديو ه ميکانيزم په اساس اجراءت وکړي .
د خوست  د چارواکيو په وينا، په دې ولايت کې ٢٥ زره بې پلېټه ( اسناد نه لرونکي ) موټر او ګن شمېر بې پلېټه موټرسايکلونو شتون درلود، خو له دې ډلې ٧٠٠٠ موټرو ته  اسناد ورکړل شوي  دي .
هغوى وايي،  چې تېر کال د غبرګولي په لومړيو کې د خوست ولايت د ترافيکو پر مديريت د وسلوالو مخالفينو تر ډله ييز بريد وروسته دغه کار ټکنى شوى و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.