کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي د دې جرګې پر ټاکنو د ټينګار تر څنګ وايي، چې د جرګې اوسني غړي، د نوو غړو تر معرفي پورې خپل کار ته دوام ورکولى شي.
د اساسي قانون په دري اتيايمه ماده کې راغلي دي: "د ولسي جرګي غړي، د خلکو د خپلواکو، عمومي، سري او مستقيمو رايو له لارې ټاکل کېږي، د ولسي جرګې کاري موده له پنځه کلونو څخه وروسته د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو له اعلان څخه وروسته پاى مومي او نوې شورا په کار پيل کوي. د ولسي جرګې د غړو ټاکنې د ٣٠ تر ٦٠ ورځو په جريان کې ، د ولسي جرګې د مودې له پاى ته رسېدو مخکې ترسره کېږي."
د قانون د دې مادې له مخې، د ولسي جرګې ټاکنې بايد د روان کال د غويي او غبرګولي په مياشت کې ترسره شوې واى، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې دا چاره د مالي امکاناتو د نه شتون له کبله ځنډېدلې ده.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکيبا هاشمي وويل: "پنځلس ورځي قانوني حق لرو، له پنځلس ورځو وروسته څارنه نه شو کولى."
د هغې په وينا، د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ولسي جرګې د دورې له پاى ته رسېدو وروسته به د قانون خلاف کړنې زياتې شي.
هاشمي له ولسمشره وغوښتل چې د فرمان په صادرولو سره دې د ټاکنو نېټه وټاکي او د ولسي جرګې تر ټاکنو دې د دې جرګې کاري موده وغځوي.
خو په دې جرګه کې د دايکنډي د خلکو استازي نصرالله صادقي زاده نيلي وويل: ((د اساسي قانون د ٨٣مې مادې له مخې، د ولسي جرګې کاري موده د ټاکنو پايلو او نوو غړو له معرفۍ وروسته پاى مومي.))
هغه زياته کړه: "د ټاکنو ترسره کول زموږ دنده نه ده، حکومت او د ټاکنو کمېسيون اړ دي د ټاکنو لپاره لار هواره او نېټه يې په ګوته کړي."
په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي مخدوم ابدالله محمدي هم وويل: "د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته د ولسي جرګې پخوانۍ دوره پاى ته رسېږي او تر څو چې بيا ټاکنې ترسره نه شي، اوسني غړي کولى شي څو د ولس استازو په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړي."
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي قاضي نذير احمد وويل: "په اساسي قانون کې نه دي راغلي چې د پنځم کال چنګاښ په لومړۍ نېټه د جرګې کاري دوره ختمېږي، د ختم کلمه قيد شوې نه ده."
هغه هم وويل، ترکله چې د ولسي جرګې نوي غړي د ټاکنو پر بنسټ تعيين نه شي، د جرګې اوسني غړي کولى شي چې خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړي هم زياته کړه چې حکومت بايد د ټاکنو وخت وټاکي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال او د دې جرګې نننۍ غونډې مشر ظاهر قدير وويل چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون مکلف دي چې د ټاکنو نېټه په ډاګه کړي.
د هغه په وينا، د ملي وحدت حکومت مشران بايد د ټاکنو د نه ترسره کولو کورني او بهرني لاملونه، له ولس سره شريک کړي، څو خلک پوه شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د غويي ١٣مه ويلي وو چې د ولسي جرګې ټاکنې يوه ستره ننګونه ده، د هېواد په ټاکنيز نظام کې اصلاحات يوه لازمې چاره ده.
همداراز هغه ويلي وو چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره يوې اجماع ته اړتيا ده، نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل څو په دې برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.