Add new comment

والیان چهار ولایت تعیین شد

کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٤) د ولسمشر د حکمونو له مخې، د پنجشېر، دايکنډي، سمنګانو او کاپيسا ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه، نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د جلا جلا حکمونو له مخې، محمد عارف سروري د پنجشېر د والي، مېرمن معصومه مرادي د دايکنډي د والي، محمد هاشم زارع د سمنګانو د والي او سيد محمد خالد د کاپيسا د والي په توګه ټاکل شوي دي.
سرچينه کاږي، نوي ټاکل شوي واليان د لوړو زده کړو او لازمو تجربو لرونکي دي، چې کولای شي اړوندې دندې په ښه ډول ترسره کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.