Add new comment

د خوست والي په کابل کې د کېدونکو قراردادونو په اړه اندېښنه وښوده

خوست ښار (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): دخوست والي وايي، چې په مرکز کې کېدونکو قراردادونو  د مهمو پروژو کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د لېندۍ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د خوست د پروژو په اړه په وزارتونو کې کېدونکو قراردادنو يې د مهمو او بنسټيزو پروژو کارونه ځنډولي او دغه مهال په ټپه ولاړ  دي.
د هغه په وينا، د وزيرانو شورا ۴۵مه مصوبه ده، د ټولو هغو پروژو قراردادونه، چې د سروې او ډيزاين چارې يې شونې وي، په ولايتونو کې ترسره شي.
 نوموړي زياته کړه،دخوست هوايي ډګر پروژه، چې د ځغاستليکې لپاره يې اوه مياشتې وړاندې بوديجه د ولسي جرګې له لوري تصويب شوې، تر اوسه يې قرارداد نه دی شوى.
والي وويل، چې د دې حياتي پروژې کار پر ترانسپورټ وزارت باندې د يو لړ فشارونو له امله ځنډېدلی دی.
خو نوموړي د يادو فشارونو په اړه کره معلومات ور نه کړل.
هغه زياتوي: ((که د دې ارزښتناکې او حياتي پروژې قرارداد ژر ونه شي، نو له سلګونو خوست مېشتو مسافرينو سره به مو لويه جفا کړې وي.))
د خوست والي دغه راز وويل، په پام کې وه، د خوست ښار لوېديځ ته، چې د پروژې په نوم باغ په کې دى، په۳۰۰ جريبه ځمکه کې يو تفريحي پارک جوړ کړي.
د هغه په وينا، يادې پروژې ته بوديجه د روان کال په لومړيو کې منظوره شوه، خو دا چې قرارداد يې په مرکز کې ترسره کېږي، تر اوسه پرې کار نه دى پيل شوى.
نعيمي وايي، چې په دغه ولايت کې د يو شمېر سړکونو، مهمو پلونو او ځمکو د خړوبولو لپاره د سربندونو کارونه هم له دې امله ځنډېدلي، چې اړوند وزارتونه غواړي، د قانون خلاف يې قراردادونه په مرکز کې ترسره کړي.
د ده په خبره، په مرکز کې د قراردادونو ترسره کول، د پروژو پر کيفيت هم ناوړه اغېزه کوي.
والي وويل، هغه پروژې چې قراردادونه يې په مرکز کې ترسره شوي، ډېرى يې په دويم او درېيم لاس پلورل شوي او په ټيټ کيفيت سره جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، د پروژو ټيټ کيفيت د خوست ولايتي اداره بدنامه کړې او د ولس او دولت ترمنځ شته واټن يې نور هم ډېر کړى دى.
ده له اړوند وزارتونو غوښتنه وکړه، چې د دغه ولايت د ټولو پروژو قراردادونه دې خوست ته راولېږي، تر څو ښه او وړ شرکت ته په ښه بيه ورکړل شي او پر وخت يې چارې سرته ورسيږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.