Add new comment

 د خوست ولايتي شورا خپل دفتر وتاړه

خوست ښار (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): په خوست کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د دفتر د نه شتون له امله، ډېرى له بشري حقونو د سرغړونې پېښې پټې پاتې کيږي.
د خوست ولايت يو شمېر اوسيدونکو نن (د لېندۍ ٢١ مه) د بشر حقونو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل، چې په دغه ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د د فتر د نه شتون له امله ډېرى له بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې پټې پاتې کيږي.
د خوست د ولايتي شورا غړې زهره جلال په غونډه کې وويل، چې په خوست مرکز، ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې له بشري حقونو د سرغړونې پېښې ډېرې رامنځ ته کيږي.
نوموړې زياته کړه،چې ښځې اونجونې دپت په نوم وژل کيږي، د مېرمنو پر وړاندې تاوتريخوالى ترسره کيږي او په ځينو وختونو کې نجونې په بدو کې ورکول کيږي.
د هغې په وينا، په دغو پېښو کې د ګوتو په شمېر يې ثبت او نورې ټولې پټې پاتې کيږي، چې له دې سره په خوست کې د پخوا په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.
د خوست د ولايتي شورا يوې بلې غړې نعت بي بي عمري پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې زياتره د بشري حقونو د سرغړونې پېښې يا پټې او يا تراوسه بې پوښتنې پاتې دي.
دې زياته کړه، چې خوست يوه دوديزه ټولنه ده او د بشري حقونو ضد کړنې په کې زياتې ترسره کيږي.
د هغې په وينا، دا چې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر په پکتيا کې دى، کارکوونکي يې نه شي کولى ټولې پېښې وڅېړي او د هواري لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې ژر تر ژره خپله نماينده ګي خلاصه کړي.
خوست والي عبدالجبار نعيمي هم په خوست کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د څانګې پرانېستل اړين وبلل.
نوموړى وايي، يواځې په دې چې په مرکز کې سيمينارونه او ورکشاپونه داير شي، کومه ګټه نه لري.
د نعيمي په خبره، د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کار کوونکو ته په کار ده، چې د خوست په ټولو ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې ، چې دا مهال په کې امنيت د ډاډ وړ دى عامه پوهاوى ترسره کړي.
په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر پوهنيار نوراحمدشاه هم په خوست کې په دې برخه کې د سيمه ييز دفتر پرانېستل اړين او پر ځاى ګام بولي.
خو نوموړى وايي، چې تراوسه د دوى دفتر په پلان کې نه لري، چې په دغه ولايت کې دې کومه څانګه خلاصه کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.