Add new comment

رييس جمهور: از موقف ضعيف با مخالفين مسلح صحبت نمى کنيم

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٤): ولسمشر غني د شينډنډ سيمه پر څو ولسواليو د وېش د حکم تر څنګ وايي، چې جنګ له کمزوري دريځه د سولې مذاکراتو ته د اړ کېدو لپاره پر افغانستان تحميل شوى دى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هرات ولايت د مقام په مقر کې د دغه ولايت له مشرانو، متنفذينو، ديني علماوو او د مدني ټولنو له استازو سره وکتل.
سرچينه کاږي، ولسمشر د بېلابېلو ادارو او قشرونو د استازو وړانديزونه تاييد کړل او د ولسواليو د شمېر د زياتوالي په اړه يې وويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر ته يې لارښوونه کړې چې د شينډنډ د ولسواليو د شمېر د زياتوالي په برخه کې ژر اقدام وکړي.
ولسمشر زياته کړې، د شينډنډ ټوله نقشه ترتيب شوې او ډېر ژر به پر څو ولسواليو د دې سيمې وېش په اړه اقدام وشي.
نوموړي په دې اړه چې دا سيمه به په څو ولسواليو کې ووېشل شي، څه نه دي ويلي، خو ويل کېږي، چې دغه ولسوالي به په درې يا څلورو ولسواليو تبدله شي.
اشرف غني وايي، شينډنډ ولسوالي به وروسته له دې د افغانستان ناسور زخم نه وي او له دې وروسته به په کې د بيارغونې چارې پيل شي.
شينډنډ د هرات اړوند ولسوالۍ ده چې د همدغه ولايت له مرکزه ١٣٠کيلومتره واټن لري، ٦٧٦٢ کيلومتره مساحت او کابو اته سوه زره اوسېدونکي لري.
شينډنډ يوه ډېره پراخه ولسوالي ده چې له همدې امله په پنځو بلوکونو وېشل شوې ده. مساحت او نفوس يې د هېواد له يو شمېر ولايتونو څخه زيات دي، خو همدې لويې ولسوالۍ ته د هېواد د نورو عادي او وړو ولسواليو په اندازه امکانات او تسهيلات په پام کې نيول کېږي.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې اشرف غني د وطني محصولاتو د پياوړتيا او د غنمو د انسجام په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: "له کومې ورځې چې راغلی يم، د غنمو د اساسي انسجام په هکله مې لږ تر لږه شپږ غونډې کړې دي. ملي دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او ټولو دولتي ادارو ته مې لارښوونه کړې چې د ملي اردو، ملي پوليسو او پوهنتونونو اړتياوې له داخلي پيداوار پوره کړي."
نوموړي د فساد د مخنيوي او د روڼوالي د رامنځ ته کېدو په اړه ويلي: "ټول تدارکات په خپله اداره کوم، هره شنبې ماښام پنځه ساعته په دې اړه غونډه لرو. د فوايد عامې وزير ته مې هدايت کړی، چې ټول قراردادونه بيا له سره وشي. د سياسي قدرت لرونکی يو کس هم قرارداد نه شي اخيستی. له سياستمدارو مې توقع دا ده چې د شخص نه، بلکې د ملت نماينده ګي وکړي."
دى وايي، په يو کال کې به هرات لومړنی ولايت وي، چې دوامداره برېښنا ولري. په پام کې وه چې برېښنا له ترکمنستان څخه مزارشريف، له هغه ځايه کابل او بيا کندهار ته راشي، خو د ترکمنستان له جمهور رييس سره په خبرو کې يې د برېښنا د حرکت دغه ډول په نېغ خط بدل کړ، چې برېښنا مستقيمه هرات، نيمروز، فراه، هلمند او کندهار ته ورسوو. تر څنګ به يې د اورګاډي پټلۍ، د غازو نل ليکه او نوري فايبر هم وي.
ولسمشر د کمال خان بند د دويمې برخې د کار د پيلولو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه چې هرات بايد د وسپنې د دوو پټليو د تقاطع نقطه شي.
د ده په وينا، هرات بايد د اتصال په نقطه، د اسيا په څلورلارې او د تفکر د ايجاد پر مرکز بدل کړو.
اشرف غني د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو وطنپالنه او سرښندنه وستايله او په ټينګار يې وويل چې ملي ځواکونه د ټولو په ځانګړي ډول د ديني علماوو او مشرانو ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړي وويل: "جنګ پر موږ تحميل شوی، د دې لپاره چې د سولې مذاکراتو ته له کمزوري دريځه وړاندې شو، خو د افغانستان دولت او خلک هېڅ وخت له کمزوري دريځه نه غږېږي."
ولسمشر د علماوو رول اساسي بللى او زياته کړې يې ده چې حکومت يې دغه رول ته د قدر په سترګه ګوري. د ملي وحدت حکومت هڅه کوي چې د اسلامي خدماتو او فتاوي مرکزونه ايجاد کړي.
دى وايي: "د ارګ او جومات يووالی او د مدرسې او پوهنتون همکاري غواړم."
غني د مدني ټولنې نقش مهم ګڼلى او ويلي يې دي، مدني ټولنې دې د فساد په مخنيوي کې موږ ته لاس راکړي، څو د دې ناوړه پديدې په اړه ګډه مبارزه وکړو.
ولسمشر غني د هېواد د تاريخ په اوږدو کې د هرات د خلکو ملي مبارزې او سرښندنې ستايلې او ويلي يې دي، هراتيانو نه يواځې په تېرو ۳۵ کلونو کې نه، بلکې د هېواد په تاريخ کې تل په مېړانه د هېواد دفاع کړې او قربانۍ يې ورکړې دي.
نوموړي د هرات والي ته لارښوونه کړې، چې د هرات د صنعتي ښارګوټي څلورمه برخه  پر پانګه والو ووېشي او ګواښ يې وکړ، هر زورواکى چې د دې برخې د وېشلو مخنيوى کوي، له هرات څخه به ووېستل شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.