خوست ښار (پژواک ١٠ ورى ٩١): که څه هم له دوه مياشتني ځنډ وروسته د خوست د ولايتي شورا اداري پلاوى وټاکل شو، خو د اداري پلاوي پر سر ناندرۍ لا پاى ته نه دي رسېدلي.
د خوست د ولايتي شورا د اداري پلاوي لپاره ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د دې شورا څلورو غړو په کې ګډون نه و کړى.
د دغې شورا د رياست لپاره يواځې داوودشاه مکين زوی، د مرستيالۍ لپاره يې جان مير ځاځي او د منشي توب لپاره يې زهرې جلال ځانونه نومولي وو.
د ټاکنو په ترڅ کې د رايو په اکثريت داوودشاه مکين زوی د ولايتي شورا د رييس، جان مير ځاځی مرستيال او زهره جلال د دې شورا منشي وټاکل شوه.
د خوست د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي رييس مکين زوی پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي شوراګانو د قانون د شپږمې مادې له مخې، د دغې شورا ټاکنې بايد د سلواغې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې وای.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا يو شمېر غړو نه غوښتل، چې په ټاکلي وخت شورا ته راشي او له همدې امله ټاکنې دوه مياشتې او درې ورځې وځنډېدې.
ده وويل: ((پخواني اداري پلاوي غوښتل، چې په بله دوره کې هم پرته له ټاکنو پاتې شي؛ ځکه دوى پوهېدل چې په ټاکنو کې يې بايلي.))
نوموړي زياته کړه، چې نن د دغې شورا له نيمو زياتو غړو (پنځو غړو) په شتون کې رايه اچونه ترسره شوه او په ترڅ کې يې د روان کال لپاره اداري پلاوی وټاکل شو.
هغه وويل: ((زه به په خپله يو کلنه دوره کې د خوست مېشتو هغو ټولو ستونزو ته ځان ورسوم چې دغه مهال ورسره لاس او ګرېوان دي.))
د ټاکنو د څارنې د پلاوي غړي او د خوست ښار د ښاري اتحاديې مشر جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا حاضرو پنځو غړو ټولو په رايه اچونه کې ګډون کړى و او ترسره شوې ټاکنې رڼې وې.
د ده په خبره، د ولايتي شورا پنځو غړو شتون درلود، نو د ټاکنو د څارنې پلاوي لازمه وبلله، چې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره شي.
خو د دغې شورا پخواني مرستيال سيدکريم خاکسار چې په يادو ټاکنو کې يې ګډون نه و کړى، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ټاکنې دوی ته د منلو وړ نه دي او رڼې نه وې.
د هغه په وينا، په دغو ټاکنو کې بايد د ولايت مقام، د ټاکنو کمېسيون او د يوناما استازو ګډون کړى واى، خو هېڅ يو هم په نننيو ټاکنو کې موجود نه و.
نوموړي زياته کړه: ((موږ نن په خپلو رسمي کارونو پسې وتلي وو او دوى په خپل سر د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره کړې دي.))
د خاکسار په خبره، پر خپل وخت ځکه د دې شورا ټاکنې ترسره نه شوې، چې د غړو پوره شمېر به په يو وخت نه پور کېده.
خو د خوست د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي رييس بيا وويل، چې دوى په خوست کې د ټاکنو له کمېسيون سره اړيکه نېولې وه، خو هغوى ورته ويلي وو، چې د دې شورا ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شوې او اوس شورا په خپله ټاکنې ترسره کولاى شي.
د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د خوست د ټاکنو کمېسيون پرېکړه د منلو ده او ولايتي شورا کولاى شي په خپل صلاحيت ټاکنې ترسره کړي.
د هغه په وينا، په دغو ټاکنو کې د ولايت مقام د استازي د ګډون اړتيا نه وه او ترسره شوې ټاکنې دوى ته د منلو وړ دي.
د يادونې ده، چې د خوست ولايتي شورا نهه غړي لري، چې درې يې ښځې دي او په ټاکنو کې يې پنځو غړو ګډون کړى و.