Add new comment

 د خوست ولايتي شورا د دفتر دروازه بېرته پرانېستل شوه

کابل (پژواک ٤ زمرى ٩٠): دخوست ولايتي شورا دفتروروسته له هغه بېرته خلاص شو، چې ناټو ځواکونود دې ولايت د مرکز متون په سيمه کې د عملياتو پرمهال د بې ګناه وژل شويو کسانو له کورنيو، ولايت، ولايتي شورا او دخوست لهولسڅخه رسمي بښنه وغوښته.
دغه عمليات د چنګاښ په ۲۲مه،د خوست د مرکز اړوند د متونسيمې په تورې وړۍ کېترسرهشويو،چې له امله يې شپږ کسان وژل شوي او دوه نورټپيان وو.
په وژل شويو کې ۲دولتي مامورين، دوهتنکي زده کوونکي، يو ښوونکىاو بل دوکاندار شامل وو.
دخوست ولايتي شورا په همغه ورځ د دې عملياتو په غبرګون کې د خپل دفتر دروازه د احتجاج په ډول وتړله او زياته کړې يې وه، چې ناټو ځواکونه اوافغان دولت دې د رامنځته شوېپېښې سمه پلټنه وکړياو ټول ترسره کېدونکي عمليات دې لهافغان امنيتي ځواکونو سره په تفاهم ترسره شي.
د خوست ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې پژواک اژانس ته رالېږل شوې، ويل شوي، چې ناټو ځواکونو په خوست کې د وژل شويو کسانو بې ګناهي ومنله اوولايتي شورابيا له هغه وروسته خپل دفتر پرانېست.
 خبرپاڼه زياتوي، چې دغه دفترد خوست واليعبدالجبارنعيمي،د ولايتي شورا د غړو او يو شمېر نورو چارواکو له خواپرانېستل شو.
د سرچينې په وينا، دولايتي شورا غړوپه دې خوښي وښودله، چې د ولايتدمشرتابهپه پاملرنه په دې ولايت کې دملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره ښه ګام پورته شواو له بل پلوه،ناټو ځواکونو هم دا ومنله، چې په تېرو عملياتو کې بې ګناه کسان وژل شوي او په راتلونکي کې به د داسې عملياتو دتکرار مخه نيسي.
خوست واليعبدالجبارنعيمي د ولايتي شورا غړوته وويل:((موږ د خدمت لپاره راوتلي يو او همېش به دخپلو خلکو د خوشاليو او پرمختګونو لپاره رغنده کار کوو.))
نوموړي له دوی وغوښتل، چې د تېر په څېر په ښه ډول سره خپلو کارونو ته ادامه ورکړي،ترڅو دخوست خلک خپلې ستونزېد دوىله لارې هوارېکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.