Add new comment

پوپل: د واليانو اجرائيوي او مالي واکونه ډېروو

جلال اباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۴): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس وايي چې د واليانو د اجرائيوي او مالي صلاحيتونو د ډېرېدو په موخه په قوانينو کې بدلونونه راولي.
غلام جيلاني پوپل دا څرګندونې د غبرګولي په ۹مه په ننګرهار ولايت کې د هغې غونډې پر مهال وکړې چې د نوي والي د پېژندنې په موخه جوړه شوې وه.
د ننګرهار نوى والي سليم خان کندوزى نن په رسمي ډول معرفي شو او کار يې پيل کړ.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل: ((موږ په قوانينو او پاليسو کې هغه بدلونونه راولو چې د واليانو صلاحيتونه ډېروي. دغه بدلونونه به په نږدې ورځو کې راشي.))
د جيلاني پوپل په خبره چې ولسمشر غواړي په ملي بوديجه کې د هر ولايت د ۴۰ سلنې ولايتي بوديجې په تصويب کې د واليانو  نقش  وي او د دوی له لوري لاسليک شي.
هغه دا يادونه هم وکړه: ((کله چې د واليانو رول ډېريږي، غواړو ولس ته هم ځواب ويونکي وي، په همدې اساس د ولايتي شورا او نورو انتخابي شوراګانو د صلاحيتونو پر څرنګوالي فکر کوو چې واليان هم دوی ته حساب ورکوونکي وي.))
پوپل دا يادونه هم وکړه ، ولسمشر پتيلې چې د وزيرانو په څېر به واليان هم ولسونو ته خپل سل ورځني پلانونه وړاندې کوي.
په ولايتونو کې د واليانو د رول په ډېرېدو يو اندېښنه دا ښودل کېږي چې ښايي د تېر په څېر به امنيتي ادارې د بيا ځل لپاره د واليانو په امر خپلې پوځي چارې تنظيموي.
که څه هم تر اوسه اړوندو ادارو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس وايي چې ولسمشر د ټولو ولايتونو د امنيتي سکټور چارې له نږدې څاري.
پوپل وايي چې ولسمشر غني د هر ولايت د  امنيتي ادارو او له پوځي مشرانو سره د امنيت پر مسايلو هره اوونۍ ويډويي کنفرانسونه لري، څو شته مسايل له نږدې وڅاري.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى اسرارالله مراد بيا وايي چې واليانو ته صلاحيتونه بايد د قانون پر بنسټ ورکړل شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه واکونه بايد داسې حکومتي صلاحيت وي چې په نورو ادارو کې د لاسوهنې په معنا نه وي.
مراد وايي چې حکومت بايد په دې برخه کې له احتياطه کار واخلي، هسې نه چې د دغو واکونو له امله واليان له مافيايي کړيو سره اړيکې پياوړې کړي او ولس ته زيانونه ورسوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.