Add new comment

 د خوست ولايتي شورا خپل دفتر وتاړه

خوست ښار(پژواك ۲۳ چنګاښ ۹۰): د خوست ولايتي شورا، د دغه ولايت په مرکز کې د ګډو ځواکونو د تېرې شپې د عملياتو په غبرګون کې، خپل د فتر وتاړه.
د ځايي چارواکو او د خلکو د معلوماتو له مخې تېره شپه د خوست ښار د متون سيمې په تورې اوړي کلي کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او دوه ټپيان دي، خو ايساف وايي، دوى په ياد کلي کې د حقاني ډلې وسلوال وژلي او يوه مېرمن ټپي شوې ده.
د خوست د ولايتي شورا رييس مراد خان منګل د چنګاښ په ۲۳مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په بېګانۍ پېښه كې وژل شوي ټول ملكي وګړي دي.
ده وويل، څو چې ياده پېښه سمه څېړل شوې نه وي او مجرمينو ته يې سزا نه وي ورکړل شوې، موږ به خپل اعتصاب ته دوام ورکړو.
نوموړي زياته کړه، چې دوى په لومړي غبرګون كې د ولايتي شورا دفتر وتاړه او كه بيا هم چا د دوى عرض وانه ورېد، نو ولسي پا څون به وكړي او ټول ولس به لاريونونو ته راوبولي.
نن سهار د دغه ولايت زرګونو خلکو د دې وژنې په غبرګون په داسې حال كې ستر لاريون وكړ، چې د وژل شويو شپږ مړي يې هم له ځان سره د ولايت د مقام او د دغه ولايت د ولايتي شورا د ودانۍ مخې ته راوړي وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.