Add new comment

کليمزى: د کونړ د پرمختګ لپاره به کار وکړم

اسعد اباد (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٤): د کونړ نوى والي وايي، چې د دې ولايت د پرمختګ لپاره به په ټول ځواک او رښتينولۍ سره له شته فرصتونو او ظرفيتونو څخه استفاده وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په هغو مراسمو کې وکړې، چې هغه د کونړ خلکو او مامورينو ته ور وپېژندل شو.
د کونړ نوي والي وحيدالله کليمزي له خلکو وغوښتل، چې له ده سره په ټولو چارو کې همکاري وکړي، ځکه چې د ولس له همکارۍ پرته کارونه نه شي پرمخ وړل کېداى.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او تخنيکي چارو مرستيال فريد ماموندزي د کونړ د نوي والي په توګه د کليمزي د تقرر حکم  ولوست .
ماموندزي په خپله لنډه وينا کې د کونړ د پخواني والي شجاع الملک جلاله هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه، چې اداره به يې د کونړ ولايت لومړيتوبونو ته د رسېدو لپاره د سيمه ييزې ادارې د ټولو مثبتو نوښتونو ملاتړ کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.