Add new comment

يو شمېر پروژې بشپړې او د ځينو چارې پيل شوې

جلال اباد- مزار شريف (پژواک،۶ غبرګولی ۹۴): په لغمان، بلخ او کابل ولايتونو کې يو شمېر پروژې بشپړې او د ځينو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د دوو ټولګټو پروژو په پيل سره به ۳۰۰ هکټاره کرنيزه ځمکه او شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د اوبو د نه شتون له ګواښه په امن کې شي.
د لغمان سرپرست والي ډاکټر فضل الله مجددي د غبرګولي په ۶مه يادې پروژو د پيل د چارو پرانيسته وکړه چې په ټوليز ډول پرې د څه باندې۲۴ ميليونه افغانۍ لښګت راځي.
مجددي وويل چې د اليشنګ ولسوالۍ د سيند د اوبو د تخريب مخنيوي لپاره  د۲۳۰ مترو په اوږود والي استنادي دېوال د جوړلو چارې نن پيل شوې.
سرپرست والي وويل، دغه استنادي دېوال د جاپان د ۱۱ميليونه افغانيو په مالي لګښت د۶ مياشتو په موده کې جوړېږي.
د مجددي په وينا، دغه استنادي دېوال په جوړېدو به شاوخوا ۳۰۰ هکتاره کرنيزه ځمکه،۴۰۰ کورنۍ،د مهترلام-سرخکانو لويه لاره او د تېرګړو لوى پول د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي.
د لغمان د ولايتي شورا وکيل عتيق الله عبدالزحيمزي پژواک ته وويل چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو به د ډېرو پېښو مخنيوی وشي.
هغه زياته کړه چې د اليشنک سيند د اوبو ډېرېدو له امله به ډېر کله کرنيزې ځمکې او د ځايي خلکو کورونه اوبو لاندې کول، مالي او  ځاني تاوانونه به يې اړول.
بل لورته په دغه ولايت کې د څه باندې ۱۴ميليونه افغانيو په لګښت د ملي پيوستون ادارې لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره  کېښودل شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د کليو پراختيا وزارت د شاوخوا ۱۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يوه کال په موده کې جوړېږي چې پوړه او اتلس خونې به ولري.
ځواک زياته کړه تر دې مخکې دې ادارې ودانۍ نه درلوده او چارې به يې په کرايه نيول شوو کورونو کې تنظيمولې چې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
بلخوا د پوهنې وزارت وايي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د صوفي عشقري د منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ پرانيستل شوه.
د ياد وزارت له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ښوونځي دغه يو پوړيزه ودانۍ د ۵ مياشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې  ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د احاطي دېوال او نورې اسانتياوې لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې ودانۍ ۱۲۱ زره امريکايي ډالره  لګښت راغلی چې د جاپان هېواد له خوا ورکړل شوي دي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې بلخ د مرکز مزارشريف ښار اړوند د سلطان راضيې لېسې په انګړ کې د وړکتون نوې جوړې شوې ودانۍ هم نن پرانيستل شوه.
سرچينې زياته کړې چې د وړکتون  دغه نوې ودانۍ په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې ۵ اساسي خونې او نور ملحقات لري او ٥٠- زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى دى.
د پوهنې وزارت وايي چې دغه لګښت د سيمې د يوه مخور شتمن  سيد طاهر روشن  زاده  له لوري ورکړل شوی دی.
بلخوا د بلخ په خلم ولسوالۍ کې نوى جوړ شوى پول چې ١٦ کلي سره نښلوي، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دا پول په افغانستان کې د المان د همکاريو ادارې (جي اى زيډ) له خوا  د اته اعشاريه ١٦ ميليونه افغانيو په مالي مرسته جوړ شوى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.