Add new comment

ننګرهار کې له نا مسووله وسله والو ټولې شوې وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

جلال اباد (پژواک،۶ غبرګولی ۹۴): د ننګرهار سرپرست والي وايي چې د هغو ۵۷ تورنو کسانو دوسيې يې قضايي ارګانونو ته سپارلې چې د غير قانوني وسلو د ګرځولو په تور نيول شوي دي.
سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال دا څرګندونې د غبرګولي په ۶مه په جلال اباد کې د هغې غونډې پر مهال وکړې چې له نا مسوولو وسله والو نيول شوې ۱۶۹ميله وسلې په کې "ډاياګ" ته وسپارل شوې.
ګرديوال په دې غونډه کې وويل چې د کابو دوو مياشتو په ترڅ کې د ننګرهار امنيتي ادارو ۵۷ هغه کسان نيولي چې ناقانونه وسلې يې ګرځولې.
سرپرست والي زياته کړه چې په ياده موده کې يې د دغو تورنو کسانو تر څنګ د پلټنو او عملياتو پر مهال ۱۶۹ ميله وسلې هم نيولې او نن يې د ډاياګ پرواګرام ته وسپارلې.
د ننګرهار دغه لوړپوړي چارواکي له امنيتي ادارو مننه وکړه چې د جلال اباد په ښار او يو شمېر سيمو کې يې سختې پلټنې پيل کړې او د ډېرو ممکنه پېښو مخنيوی يې کړی دی.
ګرديوال د ننګرهار پر ولسونو غږ وکړ چې په امنيتي برخه کې له افغان امنيتي ادارو سره مرسته او همکاري ډېره کړي.
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په دې غونډه کې وويل دا ۱۶۹ ميله وسلې چې بېلابېل ډوله دي په تېرو دوو مياشتو کې نيول شوې او نن ډاياګ ته وسپارل شوې.
شېرزاد يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې د خلکو همکاري له امنيتي ادارو سره ډېره شوه او د ده په وينا، خلک دې پر خپلو امنيتي ادارو بارو ولري چې دوی د امنيت ساتنه کولای شي.
امنيه قوماندان وويل چې تېر کال يې هم په سلګونه ميلې بېلابېلې وسلې ډاياګ ته سپارلې دي.
د ننګرهار دغه امنيتي چارواکي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي که نه د ده په وينا: " امنيتي سرتېري يې پر وړاندې د جګړې توان لري."
بلخوا د سولې شورا رييس حاجي ملک نذير وويل چې له نا مسوولو وسله والو وسلې راټولول به پر امنيت او ثبات ښه اغېز ولري.
ده زياته کړه: ((چې دغسې وسلې راټولې شي دا د امن په برخه کې ښه اقدام دی، همدا سوله ده چې خلک خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.))
دغه راز د ولايتي شورا يوه وکيل لعل محمد دُراني د ننګرهار د امنيتي ادارو د ستاينې تر څنګ وويل چې د پلټنو پر مهال دې تر ډېره پر استخباراتي معلوماتو تکيه وکړي.
دُراني د امنيتي ادارو مشرانو ته په اشارې وويل: ((په افغان کې انقلابونه تېر شوي او حتمي ده چې په ډېرو کورونو کې به وسلې وي، که تاسو په يوه کلي کې کور په کور د غير قانوني وسلو لپاره عمليات وکړئ او له خلکو چره ييز ټوپکونه هم راټول کړئ نو د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پيدا کېږي. که هڅه وشي هغه اصلي کورونه دې په نښه شي چې رښتيا هم غيرې قانوني وسلې په کې وي، يانې بايد د يوه دوو کسانو لپاره ټول کلی پلټل ښه نه دي.))
په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مسوول بريد جنرال جوهر دولت زي وويل چې تېر کال ورته د ننګرهار د امنيتي ادارو له لوري تر زره ميله زياتې وسلې سپارل شوې او سږ کال يې دوه مياشتو کې ورته تر ۲۵۰ ميله وسلې سپارلې دي.
د دولت زي په خبره چې دا وسلې د ملي دفاع وزارت ډيپوګانو ته لېږي او هلته يې خرابې وسلې تر جوړولو وروسته د اړتيا پر مهال بېرته امنيتي ارګانونو ته ورکوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.