Add new comment

د ننګرهار ٤٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري

جلال اباد(پژواک، ۶ غبرګولی ۹۴): د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي چې په دغه ولايت کې ٤٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او د پوهنې له وزارته يې غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د ښوونيز سکټور ودې ته دې پاملرنه وکړي.
د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت دا څرګندونې د غبرګولي په ۶مه د جلال اباد د پوهنې مديريت له لوري د ده د ستاين غونډې په مراسمو کې وکړې.
احمدعلي زياته کړه چې په ننګرهار ولايت کې شاوخوا ۴سوه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ډېرو سختو شرايطو کې زده کړې کوي.
د ده په خبره چې د ولايتي اداري تر څنګ د پوهنې وزارت بايد په دغه ولايت کې د بې سرپناه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي، څو زده کوونکي د ښه درسي چاپېريال خاوندان شي.
د ولايتي شورا رييس يادونه وکړه: ((د پوهنې وزارت بايد د ننګرهار يو شمېر لرو پرتو سيمو کې مسلکي  ښوونکي پر دندو وګوماري او همدا شان د لرو پرتو سيمو د ښوونکو امتيازات لوړ کړي.))
احمدعلي وايي، د پوهنې رياست بايد په لرو پرتو سيمو کې د استادانو د عملي کچې د لوړولو لپاره لنډمهال کورسونه په پام کې ونيسي؛ ځکه د ده په وينا "په لرو پرتو سيمو کې د مسلکي ښوونکو شمېر کم دی."
هغه د ننګرهار پر ولسونو هم غږ وکړ چې خپل اولادونه په ځانګړي ډول لوڼې ښوونځيو ته ولېږي، څو په راتلونکي کې د خدمت کولو جوګه شي.
بلخوا د ننګرهار د شهيد محمدعارف لېسې مدير تاج الدين چپاو د يادې غونډې په ترڅ کې د ولايتي شورا رييس ته د پوهنې په برخه کې د ښو خدمتونو له امله د پوهنې د ښاري مديريت له لوري ستاينليک ورکړ.
چپاو وويل چې د ولايتي شورا رييس د يادې لېسې د ځمکې د غصب مخنيوی کړی او له همدې له امله يې ورته د ستاينې غونډه جوړه کړې ده.
د ننګرهار د ولايتي شورا د رييس د څرګندونو په غبرګون د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد په کچه يې د ښوونځيو لپاره د سرپناه د جوړولو هڅې پيل کړې دي.
ده تاييد کړه چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ښوونځي سرپناه نه لري خو په خبره يې: ((د پوهنې وزارت په خپلو پروګرامونو کې دې مسئله ته جدي پاملرنه کړې او يو پر بل پسې يې جوړوي.))
تر دې مخکې د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري هم منلې وه چې په  دغه  ولايت کې له  ۸۹۷ ښوونځيو څخه يې شاوخوا ٤٠٠ ودانۍ نه لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.