Add new comment

ايوا : د راتلونکو ټاکنو  لپاره له همدا اوسه عامه پوهاوى اړين دی

جلال اباد (پژواک،۳ غبرګولی ۹۴): د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه (ايوا ) په ختيځ کې د ټاکنو د شفافيت لپاره د عامه پوهاوي لړۍ پيل کړه.
د دې ادارې چارواکو د غبرګولي په ۳مه، په جلال اباد کې د غونډې پر مهال په ختيځ کې د خپل موجوديت د اعلان تر څنګ د راتلونکو  ټاکنو لپاره له همدا اوسه پر عامه پوهاوي ټينګار وکړ.
په ختيځو ولايتونو کې د "ايوا " مسوول اعجاز ملکزي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې نن يې د خپل شتون اعلان تر څنګ د يو شمېر ځوانانو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ پيل کړ.
 د هغه په وينا، په دې ورکشاب کې به يې اداره، د ټاکنو په ارزښت، د څرنګوالي او شفافيت په تړاو  کډونوالو ته معلومات ورکړي.
ده زياته کړه : (( موږ نور ورکشاپونه هم جوړو او موخه دا ده چې ځوانانو ته په ټاکنو کې د ونډې ارزښت او د شفافيت لارې چارې وښايو، دا ځوانان به په خپلو سيمو کې خلکو ته په وړيا د ټاکنو عامه پوهاوی کوي.))
د ملکزي په وينا، تراوسه يې د جلال اباد ښار په ګډون په بهسودو او کامې ولسواليو کې ځايي ځوانانو ته دغسې ورکشاپونه ورکړي او د زون په کچه به په ټولو ولسواليو کې دا چاره ترسره کړي.
د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال په ياده غونډه کې پر ځوانانو غږ وکړ چې د ديموکراسۍ په پلي کولو کې ونډه واخلي او خلکو ته عامه پوهاوی وکړي.
هغه د تېرو ټاکنو د څرنګوالي او په کې د ځنيو ستونزو يادونه هم وکړه او له ځوانانو يې  وغوښتل چې په راتلوونکي کې د ټاکنو د اهميت په اړه خلکو ته معلومات ورسوي او د درغليو مخنيوی وکړي.
د ياد ورکشاپ يوې ګډونوالې غوټۍ پژواک اژانس ته وويل: (( ځکه مې په دې ورکشاپ کې برخه اخيستې چې د ټاکنو د ارزښت له پوهېدو وروسته هغه معلومات د خپلو سيمو خلکو او مېرمنو ته ورسوم.))
د نوموړې په خبره چې په تېرو ټاکنو کې ډېرې مېرمنې په دې نه پوهېدلې چې څه ډول او چاته رايه ورکړي.
هغې غوښتنه وکړه چې دا پروګرامونه دې لرو پرتو سيمو ته وغځول شي څو د هغو سيمو خلک په ټاکنو کې د ونډې اخيستو په ارزښت پوه شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.