Add new comment

پکتيا کې د ټاکنيزو ستونزو د هواري لپاره مشورتي ناستې پيل شوې

ګردېز (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٤): په پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې له مدني ټولنو، قومي مشرانو، ژورنالېستانو او نورو بنستونو سره د ټاکنيزو ستونزو د هواري په موخه مشورتي غونډې پيل کړې دي.
دوی وايي، له دې غونډو هدف دا دی، هغه ستونزې چې په تېرو ټاکنو کې موجودې وې، کومې دي؟ د حل لارې لپاره يې څه کول په کار دي او څنګه وکولای شو په راتلونکو نورو ټاکنو کې د ښه شفافيت، امنيت او په نورو برخو کې اغېزمن کار وکړو؟
په پکتيا ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې له مدني ټولنو او نورو بنسټونو سره اړيکې ونيوې تر څو له دوی سره د ټاکنو پر اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.
دی وايي: ((مدني ټولنو له لسو تر پنځلسو نقطو پورې هغه ستونزې راپه ګوته ګړې، چې په تېرو ټاکنو کې وې، چې تر ډېره بريده موږ دغه ستونزې منو او د حل په موخه به يې په ګډه کار کوو.))
د نوموي په وينا، له دې ستونزو يې مهمې صندوقونه د ونډو په حساب وېشل کېدل، د يو پر ځای د څو کارتونو اخيستل، د ناظرينو نه موجوديت، د کسانو په استخدام کې عدم شفافيت، د امنيت نشتوالی، د پوليسو او ناظرينو تر منځ نه همغږي او خپل مسووليت نه پېژندل او ځيني نورې شاملې وې.
فيضي وايي، دغه ستونزې په دوو برخو وېشل کېدای شي چې يوه برخه يې په کمېسيون او بله يې په نورو ارګانونو پورې اړوند دي، خو دوی په خپله برخه کې تر خپلې وسې پورې د شفافيت راوستو هڅه کړې خو دا چې نه دي عملي شوي د نورو ارګانونو کار دی.
په پکتيا کې د مدني ټولنو غړي او کارپوهان د ټاکنو د کمېسيون دغه کار ستايي چې د ټولنو نظرونه اخلي خو وايي چې بايد عملي بڼه ورکړل شي.
د لويې پکتيا د فرهنګي مرکز مشر سيد جمال الدين اصف خېل وايي، له مدني ټولنو سره دا ډول مشورتي ناستې د ټاکنو پر پروسه ښه اغېز لري او په دې برخه کې شفافيت هم راوستلی شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، کومې ستونزې چې وړاندې يې يادونه شوې، په پکتيا کې موجودې وې، خو ځينې يې په زياته او ځينې نورې په کمه کچه کې وې.
دی وايي: ((ښايي د ټاکنو کمېسيون اړوند ادارې په دې ستونزو هم خبرې وي خو موږ يې دا ځل د عملي اقدام پورته کولو غوښتونکي يو، نه د يو نمايشي کار په توګه.))
د اصف خېل په وينا، د راتلونکو ټاکنو د ښو ترسره کېدو لپاره دوى يو شمېر وړانديزونه لري چې د ټاکنو کمېسيون، دولتي ادارې او خلک يې په ګډه د ترسره کېدو لپاره کار وکړي.
نوموړی وايي، په راتلونکي کې بايد برېښنايي تذکرې ووېشل شي، ټاکنيز سيستم کې بدلون راوستل شي، په تېرو ټاکنو کې اخيستل شوي کارتونه لغوه شي، په يوه ولايت کې دې څو ټاکنيزې حوزې جوړې شي او ځينې نور.
د پکتيا د مدني ټولنو غړي انارګل چې په دې ناستو او مشورتي غونډو کې يې برخه اخيستې وايي چې د ټاکنو د پروسې د ښې ترسره کېدو لپاره نه يواځې دا چې پورته ذکر شوو ستونزو ته پام وشي، بلکې دولت او نورې ډلې دې پر ټاکنو باندې سياسي معامله نه کوي.
دی وايي، په تېرو ټاکنو کې په لومړيو کې شفافيت يوه اندازه و خو په دوهم پړاو ټاکنو کې هر يوه کانديد د زياتو رايو اخيستو لپاره داسې هڅې پيل او ترسره کړې چې د ټاکنو شفافيت يې له پوښتنې سره مخ کړ.
د ده په خبره، که په راتلونکو ټاکنو کې د شفافيت لپاره کار وشي هم به د خلکو حقوق پر ځای شوي وي او هم به په هېواد کې د سياسي کړکېچ مخه نيول شوې وي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړی ډاکتر الله مير ځاځی وايي، هغه ټاکنې چې خلکو غوښتل يا يې چې څنګه قانون غواړي نه ترسره کېږي چې په دې برخه کې هم کمېسيون او هم دولت ملامت دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال د دولت او کمېسيون د تېروتنو او نيمګړتياوو له امله خلک پر ټاکنو بې باوره شوي تر څو چې دوی ته يو کلک ضمانت ورنه کړل شي په اسانه به په ټاکنو کې برخه وانه خلي.
د ځاځي په وينا، په راتلونکو ټاکنو کې چې د ولسي جرګې وکيلان ټاکل کېږي او د ټاکنو تېرې ستونزې حل نه شي نو په زيات شمېر سره زورواکان او نااهله خلک به دې جرګې ته لاره پيداکړي چې دولت ته به درد سر جوړوي.
په پکتيا کې د ودان افغانستان سياسي ګوند يو غړی سيد الرحمن نيازي پژواک ته وويل چې په تېرو ټاکنو او په ټوله کې د ټاکنو په پروسه باندې په دريو دليلونو د خلکو باور له لاسه ورکړل شوى دى.
د هغه په وينا، لومړی د کانديدانو او د هغوی د پلويانو له خوا غير قانوني کړنې، د ټاکنو په کمېسيون کې د پيسو په مقابل کې د خلکو کاميابول او درېيم دا چې د خلکو پر رايو سياسي معامله کېدل.
نيازى وايي، که چېرې په راتلونکو ټاکنو کې همدغو ټکو ته پاملرنه ونه شي نو د راتلونکو ټاکنو برخليک به د تېر په شان وي.
دی وايي، د دغو ستونزو د حل لپاره د مدني ټولنو خوځښتونه ډېر څه کولای شي، په دې خاطر چې خپلواک کار وکړي.
د يادونې ده، په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو او ناقانونيو ډېرې ادعاوې وشوې چې له امله يې د ټاکنو دواړه پړاوونو له ستونزو او شخړو څخه ډک وو.
ولسمشر اشرف غني او اجرا‌ئيه رييس ډاکتر عبدالله د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو په تړون کې هوکړه او پرېکړه کړې وه چې په ټاکنيز نظام کې اصلاحات لري.
خو دا دى له نيم کال څخه زياته موده تېره شوه، خو تر اوسه په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو لپاره اعلان شوي کمېسيون هم تر اوسه کار نه دى پيل کړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.