Add new comment

Uruzgan forces tactically retreat from some check posts

ترينکوټ (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٤): ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله وال د دهراوود ولسوالۍ بازار ته رسېدلي، خو دولتي چارواکي بيا وايي چې ځواکونو يې له ځينو پوستو تکتيکي شاتګ کړى دى.
له تېرو څلورو ورځو راهيسې سلګونو وسله والو د اروزګان پر بېلابېلو  ولسواليو بريدونه پيل کړي دي.
پرون ځايي چارواکو ويلي وو چې په دغو بريدونو کې نږدې ١٧٠ وسله والو مخالفينو، ١٤ امنيتي سرتېرو او ٧ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا پخوانى رييس وايي چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ بازار ته رسېدلي دي.
د ولايتي شورا پخوانى رييس ابراهيم اخوندزاده د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله وال مخالفين پر يو شمېر کليو قبضه کړې او نن سهار  د ولسوالۍ بازار ته رسېدلي دي.
نوموړى وايي: ((وسله والو مخالفينو زما پر کور هم قبضه کړې او زه خوندي ځاى ته وتلى يم.))
د هغه په وينا، حکومتي ځواکونو خپلې پوستې پرېيښې دي او يواځې د ولسوالۍ ودانۍ د حکومتي ځواکونو په واک کې ده.
بلخوا د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب هم مني چې په دهراوود ولسوالۍ کې جګړې روانې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو له يو شمېر پوستو تکتيکي شاتګ کړى او ډېر ژر به خپلې سيمې بېرته ونيسي.
ناياب پرون پژواک ته ويلي وو چې د دهراود په ولسوالۍ کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو طالبانو ويلي چې په دهراوود کې يې ګڼ شمېر پوستې او ١٢  دولتي سرتېري يې نيولي دي.
له اروزګانه په داسې حال کې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دغه ولايت امنيه قوماندان نه لري.
د دغه ولايت دوه امنيه قوماندانان مطيع الله خان او ګلاب خان په دې وروستيو کې په مرموز ډول ووژل شول.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.