Add new comment

بدخشان کې د بهرنيانو په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي

فيض اباد (پژوک،٣١ غويى ٩٤): د بدخشان چارواکو د دوو بهرنيو وګړو په ګډون د شپږو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو او دوو ډلمشرانو په ګډون د ٩ نورو وسله و الو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري وايي چې طالبانو نن سهار د وردوج پر زووغچان کلو بريد کړى او يو نيم ساعته نښته شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نښتې پر مهال شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي چې دوه بهرني وګړي هم په کې دي او مړي يې دولتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
حيدري د بهرنيو وژل شوو وګړو هويت څرګند نه کړ او زياته يې کړه چې ٩ نور وسله وال مخالفين ژوبل شوي او ټول نيول شوي دي.
د امنيت امير وويل چې د ټپيانو په ډله کې د ملا حسين او صبغت الله په نومونو دوه ډلمشران هم شامل دي.
امنيتي چارواکي وايي چې په وردوج او جرم ولسواليو کې شاوخوا ١٥٠ بهرني وګړي چې چيچين، ازبکستاني او تاجکستاني په کې دي، فعاليت کوي.
طالبانو په خپله ويبپاڼه کې په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر ضد جګړه پيل کړې او ويلي يې دي چې دغه عمليات له نن سهار راهيسې دوام لري چې جزئيات به يې وروسته وړاندې کړي.
د بدخشان د ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري وايي چې دولت بايد د جرم او وردوج ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له ولکې وباسي او که داسې ونه شي، نو له بدخشان پرته به نورو ولايتونو ته هم ناوړې پايلې ولري.
د ويلو ده چې د وردوج ولسوالۍ د صوفيان او باشند سيمې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د  وسله والو مخالفينو په لاس کې دي او د ولسي جرګې او بدخشان ولايتي شورا ځينې غړي ګواښ کوي چې که چېرته دې ولسوالۍ ته زيات ځواکونه ونه لېږل شي او اړين امنيتى تدابير نه وي، نو ولسوالۍ به د دولت له لاسه ووځي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.