Add new comment

Taliban seize Baghlan police training centre

پلخمري(پژواک، ٢٦غويى ٩٤): د بغلان ولايتي شورا مرستيال وايي چې ددې ولايت د مرکز په ډنډغوري سيمه کې يو پوځي مرکز د طالبانو لاس ته ورغلى دى.
 فيروز الدين ايماق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د موسى خان پوځي مرکز په وروستيو درېيو ورځو کې د وسله والو مخالفينو ترکلابندۍ لاندې و چې بالاخره تېر ماښام له دولتي واکه ووت.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو ١٥ ميله کلاشينکوف، يوه پيکا، يو رينجر موټر او د مرکز مهمات يوه نامعلوم ځاى ته لېږدولي دي.
 د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه چې په دې مرکز کې ١٥ ملي او سيمه ييز پوليس کلابند وو چې د سپين  ږيرو په منځګړيتوب را خوشې شول، مرکز يې له مقاومت پرته خالي کړ او د تېرې ورځې په نښته کې يو ټپي پوليس يې راوېستلى دى.
ايماق زياته کړه:((سره له دې چې موږ د بغلان چارواکو او کورنيو چارو وزارت ته وويل چې دا مرکز ستراتيژيک اهميت لري او د بغلان-مزار شريف ښار ته ګواښ پېښوي، خو مرکز ته مرسته ونه رسېده او د مخالفينو ته لاس ته ورغى.))
 د ډنډغوري ولسوالۍ د چنزيي کلي اوسېدونکي محمدزکريا وويل چې طالبانو ددې مرکز  وسلې او مهمات کندهاري ساحې ته لېږدولي دي.
هغه زياته کړه:((موږ په تېرو درېيو ورځو کې ونه شو کولاى چې له کورونو راووځو، طالبانو او دولت پر يو بل ډزې کولې. اوس وضعيت ارام دى، خو خلک لاهم له کورونو د راوتلو جرئت نه لري.))
امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
خو د طالبانو په ويبپاڼه کې راغلي چې د موسى خان پوځي مرکز په نيولو سره ټولې وسلې او مهمات د دوى لاس ته ورغلي او د نښتې په اوږدو کې پنځه سرتېري وژل شوي، اته ژوبل شوي او درې سرتېري په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
خو د بغلان ولايت مرستيال عبدالقديم نيازى وايي چې دا پوځي مرکز د يوه تکتيک له مخې پرېښودل شوى، څو امنيتي ځواکونو او خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي.
هغه پژواک ته وويل:((نن مو له ملکي او پوځي چارواکو سره فوق العاده ناسته درلوده او پرېکړه مو وکړه چې پوځي مرکزونه پياوړي،اکمال او سمبال شي او د لاسه وتلو ساحو د بېرته نيولو لپاره د عامه نظم، ځانګړې قطعې، د امنيه قوماندانۍ پوليس او ملي اردو سره همغږي شي.))
نيازي زياته کړه چې په هغه ولايت کې مېشت ځواکونه مرستندوى او هوايي ځواک ته اړتيا لري او دا موضوع يې له کورنيو  چارو او دفاع وزارتونو سره مطرح کړې ده او که چېرته دا کار ونه شي، نو بغلان به ښه وضعيت ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د بغلان ولايتي شورا مشر صفدرمحسني ادعا کړې وه چې ددې ولايت چارواکو په پوځي ناسته کې پرېکړه کړې چې د له لاسه وتو ساحو پرته بايد ځينې نورې ساحې هم طالبانو ته پرېږدي.
 خو امنيتي چارواکو ويلي چې د وسله والو طالبانو پر ضد پيل شوي عمليات دوام لري او هېڅ معامله په کې نه ده شوې.
امنيتي چارواکو د تېرې اوونۍ په پيل کې په مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسواليو او د پلخمري اړوند دهنه غوري سيمه کې د ٥٠ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو او ٣٠ نورو د ژوبلېدو ادعا کړې وه، خو طالبانو ادعا کوله چې ٩ قرارګاوې، ٢٢ امنيتي پوستې او ٣٢ کلي يې نيولي او په لسګونو دولتي  ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.