Add new comment

Taliban kidnap tens of passengers in Paktia

ګردېز ( پژواک، ٢٦ غويى ٩٤ ) : د پکتيا امنيه قوماندان وايي چې د عملياتو په پايله کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي يو شمېر کسان خوشې کړاى شوي، خو طالبان وايي چې ياد کسان  دوى په خپله خوشې کړي دي.
تر دې مخکې د غويي په ٢٦مه، ځايي چارواکو ويلي وو،  چې وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ کې لسګونه مسافر له موټرو ښکته کړي او تښتولي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر يادې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو پر مهال ګڼ شمېر تښتول شوي کسان خوشې شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
خو امنيه قوماندان وويل چې اوس هم شپږ کسان له وسله والو مخالفين سره دي، چې دوى يې د خوشې کولو هڅې کوي.
بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى تر خپلو پلټنو وروسته يو شمېر کسان خوشې کړي دي.
هغه پژواک ته وويل چې اوس له دوى سره ١٩ کسان پاتې دي، چې ٩ تنه يې دولتي لوړ پوړي کارکوونکي دي او له نورو کسانو هم پلټنې روانې دي.
بله خوا د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري، چې په خپله د همدې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي او په ځينو سيمو کې خال خال ډزې هم کېږي.
هغه هم ومنله چې  وسله والو طالبانو يو شمېر کسان خوشې کړي دي.
قادري د تښتول شويو کسانو شمېره لسګونه تنه ياد او زياته يې کړه، چې نن سهار سلګونه وسله وال په ياده سيمه کې لويې لارې ته راوتلي وو او موټر يې تالاشي کول.
هغه زياته کړه، دغې تالاشۍ چې څو ساعته يې دوام وکړ، وسله والو د شاوخوا ٣٠ موټرو لسګونه مسافر له ځانه سره بيولي او برخليک يې نه دى  معلوم.
د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم ګل چې دغه حالت يې ليدلی پژواک ته وويل چې سهار وخته سلګونه وسله وال په لويه لاره کې ولاړ وو او د موټرو منظمه تالاشي يې کوله .
د هغه په وينا، وسله والو تر دې تالاشۍ وروسته لسګونه تنه له ځانه سره بيولي دي.
دى وايي، کله چې وسله وال لاړل، نو څو ساعته وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته راورسېدل.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.