Add new comment

Commuters want beefed-up security of Kabul-Torkham highway

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غويى ۹۳): د ختيځو ولايتونو اوسېدونکي او د ولايتي شورا يو شمېر غړي د کابل ـ تورخم د لويې لارې امنيت د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې د دې لارې امنيت دې خوندي شي.
دا اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې تېره مياشت د تورخم پر لاره په وسله وال بريد کې د ګمرګ درېيو کمېشنکارانو ته مرګ ژوبله واوښته او د لغمان په قرغيو کې ۱۳ مسافر وتښتول شول چې وروسته راخوشي شول.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي اجمل عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د کابل ـ تورخم د لويې لارې امنيت د اندېښنې وړ دی.
عمر وويل: ((د لارې په اوږدو کې د وسله والو د ممکنه بريدونو وېره شته او ځيني مهال وسله وال لارو ته راوځي، نو حکومت په ځانګړې ډول امنيتي ادارې بايد دا ستونزه هواره کړي.))
هغه زياتوي چې د ولايتي شورا غړو په دې اړه خپلې اندېښنې، ننګرهار ته د ولسمشر غني په سفر کې له هغه سره شريکې کړې او غوښتنه يې کړې څو په دې لاره امنيتي پوستې ډېرې کړي.
دغه راز د لغمان د ولايتي شورا منشي ظاهر حسين خېل يادونه وکړه چې د لغمان په قرغيو کې د ۱۳ مسافرو تر تښتولو وروسته د دې لارې پر امنيت د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي.
حسين خېل له پژواک اژانس سره په خبرو کې له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د دې لارې امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي.
د کابل -  تورخم پر لاره د هېواد د نورو ولايتونو پر مسافرو سربېره د کونړ او نورستان ولايتونو اوسېدونکي هم تګ راتګ کوي.
د دغه ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره پر ياده لار امنيتي ستونزې ډېريږي.
د کونړ ولايت اوسېدونکي فواد اکبرزاده پژواک ته وويل: ((کابل- تورخم دا د ټول هېواد لپاره ترانزيټي لاره ده، بايد امنيت يې خوندي وي.))
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال داوود امين پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې يې د دغه ولايت لارې د امنيت لپاره تدابير جدي کړي دي.
ده وويل: ((د کابل- تورخم د لارې ۴۷ کيلومتر ساحه يې د لغمان له ولايته تېريږي، د قرغيو په سيمه کې د لارويو تر تښتولو وروسته ما په دې لاره د پوليسو پوستې ډېرې کړې او اوس وېره نه شته.))
خو امين دا يادونه هم وکړه چې د ۳۰۰ په شمېر وسله وال د تور غره په لمنو کې د کابل– تورخم لارې د ناامنيو لپاره ګومارل شوي، خو دوی يې د بريدونو د مخنيوي لپاره چمتوالی لري.
امنيه قوماندان مني چې وخت ناوخته وسله وال د دې لارې په اوږدو کې راوځي.
په ورته مهال د نذير په نوم د کابل ـ تورخم يوه موټر  چلوونکي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د لارو د امنيت له امله يې سپرلي کم شوې او د ده په خبره تر پخوا د خلکو تګ راتګ کم شوی دی.
هغه وويل: ((ما تر اوسه نه دي ليدلي چې وسله وال دې په لارو کې راوتلي وي، خو کله کله يې له چلوونکو او لارويو اورو چې وسله والو يې موټر پلټلي دي.))
بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې د تورخم لويه لاره د دوی لپاره خورا ارزښت لري او د امنيت د ټينګښټ لپاره يې  پوليس ورلېږلي دي.
د ده په خبره: ((دا لاره د سوداګرۍ او د مسافرو د تګ راتګ له پلوه موږ ته لومړيتوب لري، کله کله چې يو نيمه مسئله رامنځ ته کېږي د ولايت ادارې امنيتي ادارې ته سپارښتنه کړې چې مخه يې ونيسي.))
بل لوري ته د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي چې د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د پوليسو پوستې زياتې شوې او د غني خېلو په ولسوالۍ کې د سيمه ييز همکاريو مرکز هم پرانيستل شوی دى.
ده پژواک اژانس ته وويل: ((د غني خېلو په ولسوالۍ کې د امنيتي ادارو د همغږۍ مرکز د همدې لپاره دی، چې د شينوارو ولسواليو او په ټوله کې د لوی لارې امنيت خوندي کړي.))
د نوموړي په خبره، د تورخم د لارې امنيت له پخوا ښه شوی دی.
د کابل ـ تورخم لاره د هېواد په کچه له مشهورو ترانزيټي لارو بلل کېږي چې ډېرو ولايتونو ته له دې لارې له بهرنيو هېوادونو راوړل شوي خوراکي او غير خوراکي توکي انتقالېږي.
له تورخمه تر کابله شاوخوا ۲۲۰ کيلومتر دغه لار ، د خيبر پښتونخوا په ګډون د هېواد شرقي ولايتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي .

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.