Add new comment

Azra district feared to fall into Taliban control

پل علم (پژواک، ٢٠ غويی ٩٤): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې ازره د بهرنيو وسله والو له جدي ګواښ سره مخ ده او که حکومت اړينه پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولسوالي به سقوط وکړي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي  عبدالولي وکيل د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ازرې ته سلګونه پاکستاني او چيچيني وسله وال  راغلي دي.
ده وويل چې يادو وسله والو د ازرې ولسوالۍ ډېرې لارې تړلې او خلکو ته  د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې له امله يې  خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د ازرې اوسېدونکى نجيب الله هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د بهرنيو وسله والو تګ راتګ ډېر شوى دى.
هغه زياته کړه: "وسله وال ګرځي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې مرکز پل علم او يا هم ننګرهار ته ولاړ شي."
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزى هم وايي چې ازره د بهرنيو او کورنيو وسله والو له جدي ګواښ سره مخ ده.
هغه زياته کړه: "ازره طالبانو ته ډېره مهمه ده؛ ځکه له هغه ځايه کولاى شي کابل او ځيني نور ولايتونه له امنيتي ستونزو سره مخ کړي."
د لوګر د ولايتي شورا يادو دواړو غړو له حکومته غوښتنه وکړه چې ازرې ته جدي پاملرنه وکړي که نه ډېر ژر به له سقوط سره مخ شي.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک ته ومنله چې ازره  وسله والو له ګواښ سره مخ کړې ده خو زياته يې کړه: "په دې ولسوالۍ کې طالبان په هغه کچه کې نه دي چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي."
اسحاقزى وايي چې له اړوندو چارواکو سره يې د ازرې د امنيتي ستونزو په اړه خبرې کړې دي او ډير ژر به دې ولسوالۍ ته يو شمېر ځواکونه واستول شي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د لوګر د مرکز اړوند د بابوس په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى دى .
اسحاقزى وايي چې د ياد بريد له ا مله دوه  وسله وال طالبان وژل شوي او د ملي ځواکونو دوه تنه ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د ياد بريد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.