Add new comment

12 Daesh fighters dead in ANA airstrikes

فراه (پژواک ۱۹ غویى ۹۴): په فراه ولایت کې د ملي اردو ځواکونو په هوايي بريد کې د داعش وسله والې ډلې د دوو قوماندانونو په ګډون ۱۲ جنګیالي وژل شوي دي.
د فراه د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان برید جنرال میر اسدالله کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد برید د پنجشنبې په ورځ ماښام په اوو بجو د یاد ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د اسلام اباد په سيمه کې شوی او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په دغه بريد کې د یادې ډلې یو ټویوټا او دوه سراچه موټر هم له منځه تللي دي.
د دې تر څنګ د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع هم د دغه برید پخلى کوي او زیاتوي چې وژل شوي قوماندانان د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
نوموړي د وژل شوو قوماندانانو نومونه یاد نه کړل.
د یادې ولسوالۍ د دېوار سرخ سيمې اوسېدونکي او د پېښې عیني شاهد عبدالبصیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وسله وال د ساجي له غره د اسلام اباد کلي ته د خوراکي توکو برابرولو په موخه راغلي چې یاد بريد ورباندې وشو.
نوموړی وايي چې یوه ډله وسله وال کلي ته راغلل او څو شېبې وروسته د ملي اردو دوو چورلکو پر یادو کسانو بريد وکړ او مرګ ژوبله يې ور واړوله.
د یادونې ده، د داعش وسله واله ډله د خاک سفید ولسوالۍ د اسلام اباد سيمې ته نږدې د ساجي په غره کې نظامي اډې لري او له همدې ځایه پر شاوخوا سيمو بریدونه کوي.
خاک سفید د فراه د مرکز شمال ته په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده چې ډېر ځله ورنه د بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.