Add new comment

Senior police officer killed in Taliban assault

غزني (پژواک ٨ غويى ٩٢): چارواکي وايي چې د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد حسين له خپلو دوو ساتونکو سره د ماين په چاودنه کې وژل شوى او دوه نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند نبي جان د غويي په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې محمد حسين هغه مهال له خپلو ساتونکو سره ووژل شو چې موټر يې نن سهار شاوخوا اته بجې زنخان ولسوالۍته پر لاره  وو چې په سړک کې پر ښخ شوي ماين برابر شو. 
نبي جان وايي چې وسلوالو طالبانو نن سهار پر زنخان ولسوالۍ بريد کړى وو او محمد حسين له يو شمېر پوليسو سره زنخان ولسوالۍ ته امنيتي منسوبينو مرستې ته روان وو.
نبي جان وايي چې د پېښې سيمې ته د مړو او ټپيان د لېږدولو په موخه نور پوليس ورغلي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر زنخان ولسوالۍ د طالبانو بريد تاييدوي او وايي چې ١١ پوليس يې وژلي دي، خو امنيتي چارواکي د ١١ پوليسو د وژلو خبره  ردوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.