Add new comment

Govt urged to help resolve Kochis-Hazara tribes dispute

ميدانښار (پژواک، ٢٣ ورى ٩ ): د ميدان وردګو ولايتي شورا غړو د کوچيانو او هزاره قوم تر منځ شخړې ته د بېړنۍ پاملرنې غوښتنه وکړه.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه غوښتنه نن د سرپرست والي او ولايتي شورا د غړو ترمنځ په يوه ګډه غونډه کې وشوه.
د ولايتي شورا رييس احمدجعفري غونډې ته وويل چې له دوولسو کلونو راهيسې د کوچيانو او هزاره وو تر منځ د پسرلي په موسم کې شخړې کېږي .
هغه زياته کړه،د دې شخړو له امله لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ ستر مالي زيانونه هم اوښتي چې دولت ورته هر مهال زيانونه ورکړي خو لازمه ده چې ستونزې ته اساسي حل لاره ولټول شي .
د شورا بل غړي ميرويس اميري بيا هر کال د کوچيانو او هزاره وو تر منځ شخړه يوه پروژه وبلله او زياته يې کړه، د دې شخړې زيان ولسونو  ته دى خو ګټې يې يواځې څو کسانو ته رسېږي .
د نوموړي په وينا، هغه کسان چې د دې پروژې ګټې ورته رسېږي، نه غواړي چې يادې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي .
د هغه په وينا، که دولت په بېړنۍ توګه يادې شخړې ته د مګړۍ پاملرنه ونه کړي، نو يو ځل بيا به د دې پروژې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوړي او ګټې به يې څو کسانو ته ورسېږي.
د ميدان وردګو د کوچيانو امر همايون عزيز وويل، اوس مهال ګڼ کوچيان ميدان وردګو ولايت ته را رسېدلي او وېره لري چې يو ځل بيا شخړه رامنځته نه شي.
ده هم په بېړنۍ توګه د يادې شخړې د له منځه وړو غوښتنه وکړه.
د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي د ولايتي شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې د يادې موضوع په اړه يې له وړاندې مرکز ته رسمي معلومات ورکړي او ترې د تدابيرو نيولو غوښتنه يې کړې ده .
ده زياته کړه، د کوچيانو او هزاره قوم تر منځ د شخړې د له منځه وړو په موخه ولسمشر پلان لري چې يوه قومي لويه جرګه جوړه کړي او دغه ستونزې ته اساسي د حل لاره چاره ولټوي .
د خوږياڼي په وينا ، نوموړی د کوچيانو او هزاره وو تر منځ د شخړې د مخنيوي په موخه مرکز ته رسمي معلومات ورکړي او ګڼ شمېر وړانديزونه يې هم په دې برخه کې کړي دي .
هغه زياته کړه،دمګړۍ د شخړې د مخنيوی په موخه په سيمه کې د مرکزي، حصه اول او جلرېز ولسوالانو او د کوچيانو مشر ته دنده ورکړې، تر څو د سيمې له مخورو يوه شورا جوړه کړي او د لويې جرګې تر جوړېدو د شخړې مخنيوی وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.