Add new comment

حق بيان :له تښتول شوو ٣١کسانو څخه يوتن په خپل مرګ مړ اوبل تښتونکو وژلى

کلات ( پژواک، ١٧ ورى ٩٤ ) : د زابل د ولايتي شورا رييس وايي چې له ٣١ تښتول شويو کسانو څخه يې يو تن په خپل مرګ مړ شوى او بل يې تښتوونکو وژلى دى.
دغه ٣١تنه ناپېژاندو وسله والو د ١٣٩٣ لمريز کال د کب په ٤مه د کابل-کندهار له لويې لارې وتښتول او برخليک يې تر اوسه هم نه دى معلوم.
ويل کېږي، چې تښتول شوي کسان د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې ساتل شوي ، دولتي ځواکونو په لومړي سر کې خاک افغان ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل، خو دغه عمليات ناڅاپه ودرول شول او لامل يې معلوم نه شو.
د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان د وري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خاک افغان ولسواليو ځينو اوسېدونکو ورته خبر ورکړى، چې له تښتوونکو څخه يو تن په خپل مرګ مړ شوى او بل يې تښتوونکو وژلى دى.
نوموړي په دې اړه نور معلومات نه درلودل.
خو د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال  غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې دوى ته تر اوسه په دې اړه هېڅ راپور نه دى  ورکړل شوى او نه يې هم په اړه معلومات لري.
بله خوا د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله نن د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د دغو ٣١ کسانو د خوشې کولو لپاره جدي اقدامات شوي، خو په دې اړه نور جزئيات د "خونديتوب او محرميت" په سبب له خلکو سره نه دي شريک شوي.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو بنسټونو په کابل کې د تحصن په موخه خېمې وهلې او د تښتول شوو د خوشې کېدو لپاره د اړينو اقداماتو غوښتنه کوي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.