Add new comment

نمايندۀ شاه سعودى با سرپرست ولايت بلخ ديدار کرد

مزار شريف ( پژواک، ١٦ ورى ٩٤ ) : د سعودي عربستان د بادشاه د ځانګړي استازي په مشرۍ يوه پلاوي د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور سره ليدلي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د وري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ليدنه پرون تر غرمې وروسته په مزار شريف کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پلاوي کې د سعودي عربستان د بادشاه خادم الحرمين الشريفين شاه سلطان ځانګړى استازى استاد خالد او ددغه هېواد د کار وزارت سلاکار شيخ سعود الطنين په مشرۍ د جمعيت اسلامي اجراييه رييس او د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور سره وليدل.
فرهاد وايي چې دغه راز په دې ليدنه کې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال ډاکټر حسام الدين، په ملي شورا کې د بلخ استازو او يو شمېر ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د نوموړي په وينا، ددې ليدنې پر مهال د بلخ سرپرست والي د سعودي عربستان له هغو مرستو څخه مننه وکړه، چې د جهاد پر مهال يې له افغانانو سره کړې وې.
نور، سعودي عربستان د مسلمانانو قبله هېواد ياد کړ او دا هېواد يې له ارزښته ډک وباله.
د والي وياند وايي چې د سعودي پلاوي بلخ ولايت ته د خپل سفر موخه سعودي عربستان کې ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمينې پيدا کول په ګوته کړل او ويې ويل چې دوى دغه کار د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت په وړانديز ترسره کوي.
د سعودي عربستان پلاوي بلخ ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او په دغه ولايت کې يې د بيارغونې او پرمختګ لپاره ډېر کار شوى دى.
د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال حسام الدين د بلخ سرپرست والي څخه د کارګرانو په پيدا کولو او سعودي ته په لېږلو کې د مرستې غوښتونکى شو.
د بلخ سرپرست والي له سعودي پلاوي څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان ٦٠ سلنه وګړي کاري قوه ده او زياته يې کړه، چې سعودي ته د کارګرانو لېږل د افغانستان اقتصاد سره ډېره مرسته کوي.
د سعودي عربـستان پلاوي په داسې حال کې بلخ ته سفر کړى، چې دغه هېواد پر خپل ګاونډي هېواد يمن بريد کړى او له اسلامي هېوادونو څخه ددغه بريد د ملاتړ ترلاسه کولو هڅې کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سعودي عربستان له دريځ څخه ملاتړ اعلان کړى ، خو اجراييه رياست له دغه کار  سره  مخالفت کړى دى.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.