Add new comment

قوماندان امنيۀ گرشک به قتل رسيد

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ وری ۹۴): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل د ماين  په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچا ګل بختيار د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر حکمت  الله تېره شپه  د همدې ولسوالۍ په مېرمن داب سيمه کې د عملياتو پر مهال چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په چاودنه کې قوماندان حکمت سخت ټپي شوى و، خو وروسته يې د ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه.
د بختيار په وينا، په پېښه کې نورو پوليسو ته  هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر دې مهاله يې د شمېر په اړه معلومات نه درلودل.
سمونوال حکمت الله حقمل په ولسي جرګه کې د هلمند  د خلکو د استازي معلم ميرولي خان زوی و، تر دې وړاندي په سنګين او  ګرمسېر ولسواليو کې يې هم د امنيه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې وې.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.