Add new comment

Policemen among 8 dead in Sar-i-Pul firefight

سرپل (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): چارواکي وايي، چې په سرپل ولايت کې د امنيتي پېښو او سېلابونو له امله ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل امنيه قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو درېو ورځو کې، د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې عمليات ترسره شوي، چې په پايله کې يې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د مرکز اړونده د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو، چې په ځوابي بريد کې درې تنه ووژل شول او څلور وسله وال ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې درې پوليس هم وژل شوي دي.
بلخوا د دې ولايت د ولايتي شورا غړى اسدالله خرم وايي، چې د سنچارک ولسوالۍ يو قومي مشر مخدوم بصير تېره له خپل زوى سره د وسله والو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياتوي، د بلخاب او سنچارک ولسواليو پر لويه لار وسله والو له موټرو څخه ١١ تنه ښکته کړي او له ځانه سره بېولي دي.
خو امنيه قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د دې ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس سيد فيض الله سادات وايي، چې تېره شپه په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله يوه ښځه مړه شوې ده.
هغه زياتوي، په دې سېلابونو کې خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.