Add new comment

 شوراى علما: گليم تعويذ نويسان و جادوگران بايد جمع شود

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٤): د کابل د عالمانو او ولايتي شوراګانې وايي، چې جادوګران او تعويذ ليکونکي د اسلام له نوم څخه په ناوړه ګټې اخيستو، خلک له دين  څخه منحرف کوي او بايد لمن يې ورټوله شي.
 يادو دواړو شوراګانو، نن په يوه ناسته کې د فرخندې وژل او سوځول وغندل او له خلکو يې وغوښتل چې د جادوګرۍ او د خرافاتي تعويذ ليکلو د فکر د له منځه وړلو په موخه په يووالي سره عمل وکړي او پرېنږدي چې د فرخندې مظلومانه غږ غلى شي.
  دوى د فرخندې قتل بې رحمانه او د شريعت خلاف وباله او ويې ويل، چې امنيتي ارګانونو په ځانګړي ډول په سيمه کې موجود پوليسو په خپلو دندو کې بې پروايي کړې او د حکومت له لوري په دې اړه بايد ګام پورته شي.
 فرخنده، تېره پنجشنبه (د کب ٢٨ مه) د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري تر وهلو ډبولو وروسته ووژل شوه چې مړى يې بيا د هغوى له لوري وسوځول شو.
 خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم ته اور اچولى، خو د کورنيو چارو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو چې د يادې پېښې د څېړلو په موخه په دنده ګومارل شوي، ويلي چې په دغه سيمه کې د قرانکريم کومه نسخه نه ده سوځېدلې.
ويل کېږي چې د فرخندې د قتل لامل هم يو تعويذ ليکوونکى دى.
 د کابل د عالمانو شورا مشر مولوي عبدالبصير حقاني په دغه ناسته کې وويل، عالمان به هيچا ته هم اجازه ورنه کړي چې د اسلام له نوم څخه په ګټې قانون تر پښو لاندې کړي او شريعت ته په کمه سترګه وګوري.
 هغه زياته کړه، چې الله متعال فرمايي: کله چې تاسو ته يوه موضوع چې د شريعت خلاف وي، مخ ته راشي نو په اړه يې څېړنه وکړئ او له څېړنې پرته يې جرم مه بولئ، شريعت د هغه چا لپاره چې مرتد شي، حد ټاکلى ، هر چاته اجازه نه ورکوي چې په خپل سري ډول محکمه جوړه کړي ، حد جاري کړي او په لارو او کوڅو کې خلک ووژني.
 د کابل د عالمانو شورا مشر زياته کړه، څوک چې مرتد شي نو شريعت وايي چې بايد درې ورځې وخت ورته ورکړل شي او که چېرې يې په درېيو ورځو کې بېرته اسلام ومانه نو ښه تر ښه او که چېرې يې ونه مانه نو له هغه وروسته بايد د محکمې او حکومت له لوري ووژل شي.
 مولوي حقاني زياته کړه: " موږ له ولايتي شورا سره يو ځاى خپلې مبارزې ته د هغو کسانو پر وړاندې چې تعويذونه او  جادوګري کوي، دوام ورکوو ، د هغو کسانو پر وړاندې چې په غرفو او زيارتونو کې ناست دي او خلکو ته تعويذونه ورکوي او خلک له دين څخه منحرفوي، پر وړاندې يې سخت اقدام کوو."
 د کابل د ولايتي شورا غړي مولانا عطاءالله فيضاني په دغه غونډه کې وويل، چې تر اوسه پورې د فرخندې د قتل قضيه نه ده بشپړه شوې او لومړنۍ څېړنې څرګندوي چې قرانکريم نه دى سوځول شوى، بلکې دا د تعويذ ليکوونکو له لوري يوه دسيسه وه.
 ده زياته کړه: " له خلکو مو دا غوښتنه ده، چې په هره موضوع کې ژر پرېکړه ونه کړي."
 هغه زياته کړه، چې ولايتي شورا به د عالمانو له شورا سره يو ځاى د خرافاتو مخه نيسي او حکومت، ملي شورا او خلک بايد په دغه برخه کې له هغوى سره مرسته وکړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.