Add new comment

دوستم: هېواد مو بايد په ګډه د داعش له ګواښ څخه وژغورو

مزارشریف(پژواک،١ورى ٩٤): د ولسمشر لومړي مرستيال په مزار کې د "جهنډې" پورته کولو په مراسمو کې پر افغانانو غږ وکړ چې د "داعش" له ګواښ څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره سره يو موټى شي.
د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو ورغلو کسانو په ګډون د حضرت علي کرم الله وجهه د زيارت جنډه نن په لسو بجو او ٤٥ دقيقو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.
 په يادو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم او د بلخ والي په ګډون د ملي شورا شپېتو غړو، د شمال زون امنيتي لوړوپوړو چارواکو او په مزارشريف کې د بهرنيو هېوادونو د قونسلګريو استازو برخه اخيستې وه.
جنډه، د جنرال عبدالرشيد دوستم په امر د توپ په ډزو پورته کړل شوه.
دوستم، په يادو مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل چې نوی جوړ شوی حکومت ملي رنګ لري او همداسې به پاتې کېږي.
ده له خلکو وغوښتل چې له خپل حکومت څخه ملاتړ وکړي او د شته ګواښونو پر وړاندې سره يو موټى شي.
دوستم وويل، چې افغانستان د "داعش"په نامه د نوې پيدا شوې ډلې له ګواښ سره مخ کېدونکی دی.
د هغه د څرګندونو له مخې، د داعش د ډلې کسان، د شمال زون د فارياب، سرپل، جوزجان او بدخشان ولايتونو په شاوخوا سيمو کې له خپلو کورنيو سره ځاى پر ځاى شوي دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال په دې اړه د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې له داعش څخه د خلاصون لپاره بايد افغانان سره يو شي او په ګډه خپل هېواد له دغه ګواښ څخه وژغوري.
د هغه په وينا که څه هم افغانان د جګړو پوره تجربه لري، خو نور ترې ستړي شوي او غواړي په سوله کې ژوند وکړي.
ده د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې لپاره روانې هڅې د افغانستان په ګټه وبللې او زياته يې کړه چې له روانو هڅو ټول ګاونډي هېوادونه خبر دي او ملاتړ يې هم کوي.
د هغه په وينا، د سولې خبرې په نږدې موده کې پيل کېدونکې دي او په اړه به يې ګام پر ګام له عام ولس سره معلومات شريک کېږي.
د جنډې د پورته کېدو مراسم د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور په خبرو پيل شول.
نور، په دې اړه د مبارکۍ ويلو تر څنګ، په تېر کال کې د بلخ ولايت د بيارغونې او کړو چارو په اړه معلومات ورکړل.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٣ کال کې دولت په بلخ کې ۷ مليارده او ۱۳۰ ميليونه افغانۍ عايد تر لاسه کړى دى.
دى وايي چې تېر کال په دې ولايت کې ۲۶ نوي ښوونځي پرانيستل شوي چې ورسره په دې ولايت کې د ټولو ښوونځيو شمېر ۶۳۲ ته رسېدلى دى.
دغه راز هغه زياته کړه چې په شولګر، شورتيپه او کشندې ولسواليو کې د روغتيايي کلينيکونو په جوړويدو سره په دغه ولايت کې د روغتيايي مرکزونو شمېر ۱۰۷ ته رسېدلى دى.
دغه راز د بلخ سرپرست والي وايي چې تېر کال په دې ولايت کې ٤٠٠ باغونه جوړ شوي او په مزار شريف کې شل کيلومتره کوڅې او ٢٥ کيلومتره سړکونه قير شوي دي.
د بلخ سرپرست والي، يو ځل بيا د بشري حقونو د څار ادارې هغه راپور دروغ او پروپاګند وباله، چې دی يې پکې له بشري حقونو په سرغړونه تورنه کړى و.
په مزار کې د نوروز دوديزه څلوېښت ورځنۍ مېله نن د جهنډې په پورته کولو سره پيل شوه.
د بلخ ولايت د امنيه قومنداني وياند شېرجان دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه ( غرمه مهال) د جشن مراسم د پوره امن په فضا کې تر سره شوي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.