Add new comment

شمال کې له ښځو او ماشومانو سره پر تاوتريخوالي اندېښنه وښودل شوه

زارشريف (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): د ښځو د حقونو ملاتړي وايي چې د قانون يو شان نه پلی کېدل د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي له ټولو ستر لامل دی.
دغه څرګندونې په بلخ کې د ښځو د افغان شبکې مسوولې مېرمن عارفې سفار د کب په ۲۴مه په مزارشريف کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د شوي کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د يادې شبکې له خوا په شمال زون کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله په يوې مطبوعاتي ناسته کې اندېښنه وښودل شوه.
مېرمن سفار وويل چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر سره کوونکي له قانون څخه لرې پاتې کېږي او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې دغه تاوتريخوالی زياتېږي.
نوموړې زياته کړه چې کورنى تاوتريخوالی، په بدل ورکول، په کم عمر کې ودول، په زوره کوژده کول، له تعليمه محروميت، په مشورو کې نه شاملول د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بېلګې دي، چې هره ورځ ورسره افغان مېرمنې لاس او ګرېوان دي.
همداراز د سړکونو پر سر کار کول، د اقتصادي ستونزو د حل په موخه سختې چارې ترسره کول، له زده کړو پاتې کېدل د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي بدې بېلګې دي.
هغې غوښتنه وکړه، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ترسره کوونکي بايد د خپلو کړنو سزا وويني.
مېرمن سفار وويل، که چېرې حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي مسوولين په دې برخه کې جدي هڅې ونه کړي؛ نو لرې نه ده چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالی لا پسې زيات شي.
د شمال زون د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو د حقونو د برخې مسوولې ميرمن نوابي  پژواک ته وويل چې له دوی سره د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۸۷۰ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړې زياته کړه، چې دغه پېښې د شمال زون په څلورو ولايتونو (بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل) کې د روان کال په اوږدو کې رامنځ ته شوې دي.
د هغې په وينا، دغه شمېره د يادو ولايتونو د ښځو چارو له رياستونو، له روغتونونو او نورو اړوندو دولتي ادارو اخيستل شوې ده.
مېرمن نوابي وويل چې په يادو پېښو کې ۱۷۰ پېښې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون له لارې څېړل شوي چې په کې پر سړيو د تاوتريخوالي ۱۴ پېښې هم شاملې دي، چې د کورنيو د مېرمنو له خوا پرې شوي دي.
نوموړې زياته کړه، چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې په شته تاوتريخوالي کې يواځې په کمزورو کسانو قانون پلی کېږي.
د هغې په وينا، د تاوتريخوالي هغه تر سره کوونکي، چې زورواکي دي، د کابينې او ولسي جرګې تر کچې پېژندنه لري، پر وړاندې قانون نه پلی کېږي.
مېرمن نوابي وويل تر هغه چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې په سمه توګه ونه څېړل شي او قانون په هر چا پلی نه شي نو شته ستونزې به لا زياتې شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.