Add new comment

Wolesi Jirga OKs SNTV system

کابل (پژواک ٢ غويى ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تاييد او پرېکړه يې وکړه، چې رايې به د رايې ورکونې په مرکزونو کې شمېرل کېږي. د ټاکنو د قانون مسوده، چې په ١٧ فصلونو او ٦٧مادو کې جوړه شوې، حکومت تېر کال د ليندۍ په مياشت کې د تصويب په موخه ولسي جرګې ته استولې ده. دغه مسوده نن د تصويب په موخه د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون له لوري عمومي غونډې ته وړاندې شوه. د ياد کمېسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي وويل، چې پر دې مسودې د جرګې په کمېسيونونو کې له بحثونو څرګنده شوې، چې د دې طرحې يولس مادې اختلافي دي. د هغه په وينا، د حکومت له خوا د وړاندې شوې يادې طرحې په دويمه ماده کې راغلي، چې رايې بايد د رايې له مرکزونو څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول او وشمېرل شي. خو د حنفي په وينا، د جرګې ځينو غړو وړانديز کړى، چې رايې بايد پرته له ځنډه د رايې ورکونې په مرکزونو کې وشمېرل شي. د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ټاکنو کمېسيون مشر فضل احمد معنوي هم حضور درلود. معنوي ټينګار کاوه، چې رايې بايد د ولايت په مرکز کې وشمېرل شي؛ ځکه،تجربو ښودلې ، چې رايې د رايې ورکونې په مرکز کې په سمه توګه نه شمېرل کېږي. هغه زياته کړه: ((په تېرو دوو ټاکنو کې له همدې برخې موږ ډېر شکايتونه درلودل.)) د ده په وينا، د رايې ورکونې په مرکز کې د رايو شمېرل ډېر زيات وخت نيسي او ناظرين او مشاهدين ورته انتظار نه باسي او ګډوډي رامنځته کېږي. خو په ياده جرګه کې د هرات استازې ناهيد فريد وايي، چې د رايو شمېرنه بايد هغه ډول وشي، چې کانديد ترې راضي وي. دې زياته کړه: ((د رايې ورکونې له مرکزه تر ولايت پورې ډېره لاره وي، موږ نه شو کولاى، چې کوم کاروان جوړ کړو ، ترڅو په لاره کې د رايو صندوقونه وساتو، چې درغلي په کې ونه شي.)) وروسته د ولسي جرګې په غونډه کې له حاضرو ١٥٠تنو څخه ١٢٦ يې د رايې ورکونې په مرکز کې د رايو د شمېرنې لپاره شنه (موافق ) کارتونه پورته کړل. دغه راز د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون مشر حنفي وويل، د دې مسودې په څلورمه ماده کې حکومت وړانديز کړى، چې د تېرو ټاکنو په څېر بايد ټاکنيز سيستم د نه لېږدېدونکې ېوې رايې سيسټم (SNTV ) وي. خو هغه وويل، چې مدني ټولنې، سياسي ګوندونه او د جرګې ځينې غړي وړانديز کوي، چې د افغانستان ټاکنيز سيستم بايد مختلط وي. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر هم په ياده غونډه کې وويل، چې مختلط ټاکنيز سيستم کولاى شي، په يوه هېواد کې د ديموکراسۍ ريښې ټينګې کړي. دى وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو قانون په مسوده کې وړانديز کړى و، چې د ولسي جرګې د څوکيو درېيمه برخه بايد سياسي ګوندونو ته ورکړل شي، خو دغه وړانديز د کابينې له لوري رد شو. په مختلط سيستم کې د خپلواکو کانديدانو تر څنګ ګوندونه هم کانديدېداى شي، خو د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم کې ګوندي او غير ګوندي کسان په خپلواکه توګه ځان کانديدوي. خو په ياه جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي وويل، چې افغانستان د اوس لپاره ځکه مختلط سيستم ته برابر نه دى، چې دلته ټول ګوندونه د قومونو پر اساس جوړ شوي دي. تر بحثونو وروسته د جرګې له حاضرو ١٢٧تنو څخه ١٢٠ يې د رايو د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم ته موافقه رايه ورکړه. د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوه وه ، وويل، چې د يادې مسودې پر پاتې اختلافي مادو به په راتلونکو ورځو کې بحثونه وشي. په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.