Add new comment

د محمد صديق روهي د زوکړې د اتيايمې کاليزې په وياړ سيمينار جوړ شو

خوست ښار (پژواک، ٢١ کب ٩٣ ) : د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د کانديد اکاډميسن سرمحقق محمد صديق روهي د زوکړې د اتيايمې کاليزې په وياړ علمي سيمينار جوړ شو.
په دې سيمينار کې چې د کب په ٢١مه، جوړ شوى و، د خوست چارواکو، د کابل او ځينو نورو ولايتونو کې علمي شخصيتونو او فرهنګيانو سربېره د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر، د علومو اګاډمۍ ځينو غړو او دغه راز نورو سلګونو تنو ګډون کړی وو.
محمد صديق روهي د خوست د اسماعيل خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د علم او فرهنګ په غوړېدا کې يې د سلګونو کتابونه پر ليکلو او نورو هلو ځلو سره ډېر کار کړی دى.
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د سر محقق محمد صديق روهي د ژوند، د هغه د کړنو، د علم او فرهنګ په ډګر کې ترسره کړي خدمتونه او ليکلي اثار په ياده برخه کې لويه پانګه وبلله .
نوموړي زياته کړه : ((د استاد محمد صديق روهي ليکلي اثار به تل ژوندي وي او زموږ نسلونه به ترې په اغېزمن  ډول ګته اخلي.))
  نعيمي دغه راز وويل، چې دا ډول علمي سيمينارونه د علمي او فرهنګي مرکزونو او د فکري ودې په پياوړتيا کې مهم رول لري او د ناپوهۍ تورې تيارې له منځه وړي.
په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار اسدالله غضنفر د استاد روهي د زوکړې د اتيايمې کالېزې په وياړ د ياد جوړ شوي علمي سيمينار ګډونوالو ته د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام ولوست.
ولسمشر په خپل پيغام کې ويلي: (( استاد روهي خپل عمر په علمي څېړنو کې تېر کړی، خپلې ژبې ته يې په مختلفو برخو کې خدمت کړی او له هېوادوالو غواړم، چې هر يو له ځان څخه استاد روهي جوړ کړي.))
استاد اسدالله غضنفر په خپله وينا کې د استاد روهي ليکنې او نثرونه ډېر واضح او د بشپړو معلوماتو درلودونکي وبلل او د اوسني او راتلونکي نسل په ښوونه او روزنه کې يې ډېر اغېزناک وګڼل.
د هېواد نامتو شاعر، ليکوال او ژورنالېست عبدالباري جهاني دې علمي سيمينار ته وويل، چې استاد روهي يو ملي او ستر علمي شخصيت و .
د ارواښاد روهي د زوکړې د اتيايمې کالېزې په وياړ ياد علمي سيمينار ته يو شمېر ليکوالانو په خپلو مقالو کې د استاد روهي پر ژوند او خدمتونو خبرې وکړې.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي حبيب الله رفېع، د دې اکاډمۍ بل غړي محمداکبرغروال او په ولسي جرکه کې د خوست د خلکو استازې ساهره شريف د مقالو د برخې مهم ويناوال وو.
د ولسي جرګې غړې ساهره شريف په خپله مقاله کې وويل، چې استاد محمد صديق روهي شاوخوا درې سوه چاپ او ناچاپ اثار لري، چې په پښتو او دري ژبو ليکل شوي دي.
استاد محمدصديق روهي په ۱۳۱۲ لمريز کال کې د خوست ولايت په اسماعيل خېلو ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د ښوونځي دورې زده کړې يې په همدې ولسوالۍ کې کړې وې.
ارواښاد روهي په ۱۳۳۷ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي څخه په لومړۍ درجه فارغ او بيا يې په لبنان هېواد کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې وکړې.
هغه په ۱۹۹۶ د مئ په ۱۶ د جرمني د مونښن ښار په يوه روغتون کې  د ورپېښې نارورغۍ له امله ومړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.