Add new comment

ولسمشر غني: د جهانګير د وژل کېدو پېښه دې جدې وڅېړل شي

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٣): ولسمشر غني د کابل په دهمزنګ سيمه کې د ترافيکي پېښې د جدې څېړنې سپارښتنه وکړه او ويلي يې دي، هر هغه څوک چې له قانونه سرغړونه کوي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
څلور ورځې وړاندې (د کب ١٨مه) په دهمزنګ سيمه کې يوه ټکسي چلوونکي د ولسي جرګې د غړي اقبال صافي د يوه موټر په ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او کورنۍ يې وايي، چې د دې پېښې عامل تښتېدلى او تر اوسه پورې نيول شوى نه دى.
خو اقبال صافى چې د جهانګير له کورنۍ سره د همدردۍ په موخه پرون د هغه د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ، وايي، موټرچلوونکى يې اوسمهال په ټپي حال کې په روغتون کې بستر دى او تښتېدلى نه دى؛ هغه دې د قانون پر بنسټ محاکمه او مجازات شي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره بيا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني د کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې ده، چې ياده پېښه په بشپړ جديت او هر اړخيز ډول وڅېړي او له مخې يې لازم قانوني اجراات ترسره او د خپلو کړنو په اړه د جمهوري رياست عالي مقام ته راپور وړاندې کړي.
د هغه په وينا، د قانون حاکميت د افغانستان د خلکو غوښتنه او د افغانستان د دولت لومړيتوب دى.
ولسمشر وايي: "هر هغه اقدام چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي او د قانون حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي، په هېڅ ډول هم د افغانستان دولت ته د منلو وړ نه دى او په اړه به يې بيړني او قانوني اقدامات ترسره شي."
دى زياتوي، هېڅوک هم له قانون څخه لوړ نه دى او هر هغه څوک چې له قانون څخه سرغړونه وکړي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.