Add new comment

2,500 hectares of poppies in Kandahar to be eradicated

کندهار ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : چارواکي وايي چې د کندهار  په يو شمېر ولسواليو کې کوکنار کرل شوي، خو دومره نه دي لکه تېر کلونه چې کرل کېدل.
هغوى د کوکنارو د کرکيلې د کمېدو لامل د دولتي واک غځېدل او د فوډ زون روان پروګرام ګڼي.
په دې اړه په کندهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، که څه هم تر دې مهاله په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت د کچې د معلومولو سروې نه ده شوې، خو معلومات ښيي چې د تېر په پرتله يې کچه کمه شوې ده.
هغه زياته کړه، ژيړۍ، پنجوايي ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي چې سږ کال هم په کې کوکنار کرل شوي، خو له ميوند پرته په نورو ولسواليو کې کم کرل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د يادو شوو ولسواليو له ډلې سږ کال يواځې په ميوند ولسوالي کې ډېر کوکنار کرل شوي، ځکه دغه ولسوالي ډېره پراخه او په ځينو سيمو کې يې وسله وال فعال دي او دغه راز د هلمند له نا ارامې ولسوالۍ سنګين سره ګډه پوله لري.
خو دى وايي چې سږ کال د کوکنارو د کښت د مخنيوي چارې دوه- درې مياشتې وړاندې پيل شوې او امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه په ژيړۍ، او ميوند ولسواليو کې ګڼ شمېر هغه برمې تخريب کړې چې د کوکنارو د کرلو په موخه ويستل شوې وې.
هغه زياته کړه، ډېرې دغه برمې پر هغو دولتي ځمکو اېښودل شوې وي چې د ترياکو د کرلو په موخه د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوې وې.
 شکران دغه راز وويل، چې له دې سربېره په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه دومره نه ده لکه په تېرو کلونو کې چې وه، ځکه سږ کال نه يواځې دا چې ډېرې سيمې د دولت تر حاکميت لاندې راغلي او سيمه ييز پوليس په کې فعال شوي، بلکې په اوو ولسواليو کې د کوکنارو د مخنيوي په موخه د فوډ زون په نوم پروګرام هم دوام لري.
د فوډ زون پروګرام د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پر مختيايي ادارې په ٢٠ ميليونه ډالره لګښت په دوو کلونو کې پلى کېږي، چې له کندهار ښار، ډنډ، دامان، ارغنداب څخه پيل شوى خو ډېر تمرکز يې په ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ ولسواليو دى، چې د نورو په پرتله په کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه ده.
د دغه پروګرام د پلي کېدو اساسي هدف د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه ده او څلور بنسټيزې برخې لري، چې د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه، په نشه يي توکو د روږدتيا يا اعتياد مخنيوى، د نشه توکو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او د قانون تنفيذ په کې شامل دي.
شکران وايي، د همدې پروګرام په چوکاټ کې همدا اوس په يادو شويو ولسواليو کې د اوبو د سم وېش په موخه د خلکو په غوښتنه د ويالو، کانالونو، سربندونو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې روانې دي.
نوموړي هيله وښودله چې د دې پروګرام د بشپړ پلي کېدو په پايله کې به د کوکنارو د کښت کچه راکمه شي.
خو نوموړي يادونه وکړه چې اوسمهال يې د کرل شوو کوکنارو د له منځه وړلو په موخه د همدې مياشتې په لومړيو کې په ژيړۍ ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړى چې ډېر ژر به په پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ ولسواليو کې هم پيل شي.
دى وايي، تر دې مهاله د پيل شوي کمپاين په پايله کې په ژيړۍ کې پنځه سوه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې، خو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت ورته ٢٥٠٠ هکتاره ځمکه هدف ټاکلى چې له کوکنارو به يې پاکوي.
د ژيړۍ ولسوال حاجي جمال اغا هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پخوا په پرتله کم کوکنار کرل شوي، چې د اړولو لپاره يې کمپاين دوام لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د خلکو په غوښتنه د فوډ زون په چوکاټ کې د ويالو، استنادي دېوالونو او پولګوټو جوړولو کارونه روان دي، چې د کوکنارو د کرلو کچه يې کمه کړې ده.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي هم پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسواليو کې کوکنار کرل شوي، چې د اړولو د کمپاين لپاره يې چمتووالى نيول کېږي.
د نوموړي په وينا، د کوکنارو د کښت د کر  د موسم  له را رسېدو وړاندې يې خلکو ته د کوکنارو نه کرلو ويلي و ، خو په دې سربېره هم کوکنار کرل شوي دي.
دى وايي، دا مهال د پنجوايي ولسوالۍ درېيمه برخه د فوډ زون پروګرام د پروژو تر پوښښ لاندې ده، خو کله چې پاتې دوو برخو ته هم دغه پروژې وغځول شي، نو د کوکنارو د کښت کچه به ورسره ډېره راټيټه شي.
خو د کندهار د ځينو ولسواليو کروندګر وايي چې د اقتصادي ستونزو او او مناسب مارکېټ د نه شتوالي له امله خلک لا هم مجبور دي چې کوکنار وکري.
د ژيړۍ ولسوالۍ يوه کروندګر حاجي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، د خلکو ستونزه دا ده، چې د حلال کښت لپاره وړ بازار او مارکېټ نه شي موندلاى، ځکه کوم خلک چې کوکنار کري، هغوى يې د خرڅلاو لپاره د مارکېټ ستونزه نه لري، ځکه خريدار يې د هغه د کور په مخکې په لوړه اخلي.
هغه زياته کړه، که دولت په رښتيا غواړي د کوکنارو د کښت مخه ونيسي، نو د فوډ زون پروګرام له لارې دې د هغوى د اوبو ستونزه حل کړي او روا محصولاتو ته دې بازار پيدا کړي.
د يادونې ده چې که څه هم تېر کال په کندهار کې ډېر کوکنار کرل شوي و، خو د اړولو کمپاين يې يواځې په يوې ولسوالۍ کې تر سر شو او نورو ولسواليو ته و نه غځول شو چې هغه مهال يې لامل د وخت کمښت او لږ چمتووالى ښودل کېده، ځکه هغه مهال په هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره کېدې، نو ځکه کمپاين له ستونزو سره مخ شو.
خو چارواکي وايي چې سږ کال يې چمتووالى نيولى او د کوکنارو کښت به په بشپړه توګه له منځه وړي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.