Add new comment

PC members hint to end strike, resume work

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٣): ولايتي شوراګانو ته د څارنې حق د ورکولو په اړه د حکم له صادرولو وروسته د دغو شوراګانو استازو اعلان کړى، چې خپل اعتصاب ته چې له يوې مياشتې څخه يې ډېره موده وتلې، د پاى ټکى ږدي.
د کابل د ولايتي شورا او د هېواد ولايتي شوراګانو د همغږۍ کمېسيون مشر سيد عبدالرحمن، دغه موضوع نن (يکشنه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال څرګنده کړه.
هغه په دغې ناسته کې چې د نورو ولايتي شوراګانو غړو هم په کې ګډون درلود، وويل : "موږ د ولسمشر له لوري د حکومت پر سيمه ييزو ادارو د څارنې حق له تر لاسه کولو وروسته پرېکړه کړې، چې د شوراګانو دروازې پرانېزو."
سيد عبدالرحمن زياته کړه، چې اوسمهال د هغه همکاران خوشاله دي، چې خپل حق يې يو ځل بيا تر لاسه کړ او له دې وروسته د قانون پر بنسټ د ولايتونو په کچه د دولتي ادارو پر کړنو څارنه کولى شي.
د کندهار د ولايتي شورا غړي سيداحمد سېلاب، چې په دې خبري ناسته کې يې ګډون درلود، وويل چې د هېواد د ولايتي شوراګانو غړو، پرون د ولسمشر له دويم مرستيال سرور دانش سره وکتل.
هغه زياته کړه، چې دوى د دانش له لوري د څارنې حق په اړه د ولسمشر د حکم له ورکولو وروسته، خپل اعتصاب ته د پاى ټکى ايښى دى.
سېلاب زياته کړه: "له دغې ناستې او د حکم له تر لاسه کولو وروسته مو پرېکړه وکړه، چې د خپلو مراجعينو پر وړاندې د ټولو شوراګانو دروازې پرانېزو او دغه کار مو په لومړي پړاو کې له کابل څخه پيل کړ."
ولسي جرګې د روان کال د سلواغې په ٨ مه، د رايو په اکثريت سره د ولايتي شوراګانو اووه فصل لرونکى قانون تصويب کړ، چې په کې د خلکو له استازو څخه پر دولتي ادارو باندې د څار حق اخيستل شوى و.
د ولسي جرګې غړو ويل، چې د اساسي قانون پر بنسټ ولايتي شوراګانې يواځې د مشورې حق درلودلى شي او دوى ته د څارنې حق ورکول د قانون خلاف دي.
د دغه قانون له تصويبولو وروسته، د يادې پرېکړې په اعتراض کې د ولايتي شوراګانو دروازې وتړل شوې او غړو يې په بېلابېلو ولايتونو کې په لاريونونو لاس پورې کړ او اعلان يې وکړ، چې د خپل حق تر اخيستو پورې به لاريونونو ته دوام ورکړي.
د ولسمشر په نوي حکم کې چې څلور ورځې وړاندې صادر شوى، راغلي: " ولايتي شوراګانې، د ١٣٨٦ کال د وري د ٣٠ مې نېټې د (٩٢٠) شمېرې په رسمي جريده کې د ولايتي شوراګانو مندرج څارنيز واکونه، د پخوا په څېر عملي کولى شي."
ولسمشر غني په دغه حکم کې سيمه ييزو ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د دغو واکونو د عملي کولو زمينه برابره کړي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.