Add new comment

کاناډا د افغان ښځو د سياسي وړتيا لوړولو لپاره هڅه کوي

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٣): په افغانستان کې د کاناډا سفير وايي، هېواد يې د افغان ښځو د سياسي وړتياوو د لوړولو لپاره هڅې کوي؛ ځکه په هغو ټولنو کې چې ښځې يې مشري کوي د اداري فساد کچه ټيټه ده.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د کاناډا سفيرې ديبورا لاينس نن د هغې ٧ ورځنۍ غونډې د پاى په ناسته کې وکړې چې د ملي ډيموکراتيک انسټيټيوټ له خوا په کابل کې د ولايتي شوراګانو د ښځينه غړو د پېژندګلوۍ په موخه جوړه شوې وه.
ديبورا لاينس وويل چې کاناډا په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د سياسي پياوړتيا لپاره ٦،٣ ميليون کاناډايي ډالر لګولي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم د افغان ښځو د سياسي وړتياوو د لوړولو لپاره اړين پروګرامونه پلي کړي.
هغې زياته کړه: ((په هغو ټولنو کې چې ښځې يې مشري کوي او يا هم پوليسې دي، د اداري فساد کچه په کې ډېره ټيټه ده.))
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اداري فساد له پلوه په نړيواله کچه درېيم ځاى لري.
د ديبورا لاينس په وينا، په افغانستان کې په سياسي او نورو برخو کې د ښځو پرمختګ، په نړۍ کې د ښځو د پرمختګ په معنى دى.
هغې د ولايتي شوراګانو ښځينه غړو ته په خطاب کې وويل: ((د افغانستان سياسي ښځې پياوړې دي او زه ستاسو د پياوړتيا ستاينه کوم.))
لاينس وايي چې هېواد يې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې د کمښت په برخه کې مرستې او د اجباري ودونو کلک مخالفت کوي.
په ياده غونډه کې د ملي ډيموکراتيک انسټيټيوټ مشرې ديانا بووېن وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د افغانستان د نهو شمالي ولايتونو د ولايتي شوراګانو د ښځينه غړو د پېژندګلوۍ روزنيز پروګرام روان و او نن پاى ته ورسېد.
هغې وويل چې په دغه پروګرام کې د ولايتي شوراګانو ښځينه غړو ته روزنه ورکړل شوې تر څو خپل پراګرامونه په ښه توګه جوړ او له يو بل سره ټينګې اړيکې ولري.
د ديانا په وينا، ملي ډيموکراتيک انسټيټيوټ په پام کې لري چې په راتلونکي کې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې په مرسته ورته پروګرامونه د ولايتي شوراګانو د غړو لپاره جوړ کړي.
د دې د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام د کاناډا او امريکا د متحده ايالتونو د پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړ شوى و.
د ياد روزنيز پرګروام ګډونوالې او د بغلان د ولايتي شورا غړې شاه جهان ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شان پروګرامونه کولاى شي له افغان ښځو سره د سياسي وړتياوو د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي .
ايوبي وويل چې په يوه اوونۍ کې يې ډېر څه زده کړي او هليه منده ده چې په راتلونکي هم دغه د ولايتي شورا د غړو لپاره ورته پروګرامونه جوړ شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.