Add new comment

هلمنديان: د کوکنارو د مخنيوي په موخه پلې شوې پروژې بې بنسټه دي

لښکرګاه (پژواک، ۷ کب ۹۳): د هلمند يو شمېر قومي مشرانو او کروندګرو د يوې غونډې پر مهال د کوکنارو د مخنيوي په موخه په دغه ولايت کې ترسره شوې پروژې بې بنسټه بللې او وايي چې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر کچه لوړه شوې ده.
دغه غونډه چې د کب په ٧مه د ولايت په مرکز لښکرګاه کې جوړه شوې وه، په کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال او د دغه ولايت شاوخوا ٣٠٠ اوسېدونکو چې په کې قومي مشران او کروندګر هم شامل وو، ګډون کړى و.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمې نيازۍ ادعا وکړه چې اړوند وزارت په دغه ولايت کې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې تش په نوم لنډ مهاله پروژې پلې کړې دي.
هغې زياته کړه: ((اوس هم يو شمېر لوړپوړي چارواکي د کوکنارو د مخنيوي په موخه غواړي، د پوهاوي، قانون د پلي کېدو او نورې پروژې د کاغذ پر مخ پلې کړي چې تر منځ يې د بزکشۍ لوبه اوس هم روانه ده.))
د ولايتي شورا رييس حاجي محمدکريم اتل غونډې ته وويل چې په هلمند کې داسې پروژې پلې شوې چې هره ورځ بايد يو ميليون ډالره لګول شوي وای، خو بنسټيزې نه وې او ګټې يې شخصي جېبونو ته تلې، ولس ته يې هېڅ ګټه ونه رسېده.
اتل زياته کړه، که بهرنيان او اړوند وزارت غواړي، کوکنارو مخه ونيول شي، لومړی دې د نړيوال قاچاق مخنيوی وکړي، بنسټيزې پروژې دې پلې کړي، د کجکي د برېښنا او د بست تصدۍ پروژې دې بشپړې کړي، خو د خپلو ګټو په موخه داکار نه کوي.
دده په وينا، اوس هم د هلمند سلګونه کروندګر په زندانو کې د همدې کوکنارو په جرم بنديان دي، په داسې حال کې چې هغوی له مجبورۍ څخه کوکنار کرلي او دولت نيولي دي.
د هلمند د سولې د ولايتي کمېټې رييس فضل باري فياض وويل چې په هلمند کې ۳ سلنه خلک هم په کار نه دي بوخت، ډوډۍ نه لري، دولت يې په يو او بل نوم ځوروي کورونه يې ورته ورانوي، ځوانان يې د کوکنارو دکر په نوم نيسي.
د هغه په وينا، د همدې بې عدالتيو له امله د دولت پر وړاندې مخالفيتونه زيات شوي دي.
فياض وايي، هلمنديان له دولت څخه نور هېڅ نه غواړي امنيت، ډوډۍ، جامې او درملو لپاره دې امکانات ورته برابر شي، بيا به نه جنګ وي او نه به هم بله ستونزه.
د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال انجنير محمدابراهيم اظهر و منله چې په هلمند کې ستونزې شته، چې د حل کولو لپاره به يې لاس په کار شي .
هغه زياته کړه چې د جمعې په ورځ د کب په ٨مه، په دې ولايت کې د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو کمپاين پيلېږي.
اظهر وويل چې د هېواد په کچه پنځوس سلنه دکوکنارو توليد له هلمند څخه کېږي، له همدې امله دلته نا امني، فساد، او نورې ستونزې ډېرې دي.
د ده په خبره ، چې بنسټيز کارونه هم دنا امنۍ له امله نه دي شوي، په داسې حال کې چې اړونده وزارت له خوا د ۱۰،۵ ميليونه ډالرو ساختماني پروژې پلې شوي، خو تردې وروسته به د دوی ټولې پروژې د کرنې په برخه کې وي.
دغه راز د مارجې ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي سر دار محمد حقيار پژواک ته وويل چې دولت تش په نوم دا ډول پروګرامونه او کمپاينونه په لاره اچوي، پيسې د چارواکو جيبونو ته ځي او کروندګرو ته هېڅ ګټه نه رسېږي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.