فيروزکوه- ميمنه (پژواک، ٥ کب ٩٣): د غور ولايت د شپږو ولسواليو او همدرانګه د فارياب ولايت د يوې ولسوالۍ لارې د واورې ورېدو له امله تړل شوې چې په ترڅ کې يې يوې ښځې روغتون ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکړى او د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
د غور د فوايد عامې امر انجنير خليل نور وايي چې د واورې ورښت له پرون راهيسې پيل شوى او د تولک، دولينه، شهرک، ساغر، تيوره او پسابند ولسواليو لارې يې چې د بايند بند له لارې د غور له مرکز فيروز کوه سره نښلول کېږي، د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ځينو سيمو کې تر ٦٠ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې او د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله د کابل-غور لويه لار هم تړل شوې ده.
نور زياته کړه چې اوسمهال د توپان له امله د يادو شپږو ولسواليو د لارو پاکول ستونزمن دي، خو د هوا په ښه کېدو سره به ژر تر ژره د دغو لارو د پاکولو کار پيل شي.
د دولينې ولسوالۍ يو اوسېدونکي ګل محمد چې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره د غور مرکز ته راغلى و، وويل چې د واورې ورېدو او لارې بندېدو له امله په مرکز کې بند پاتې دى.
هغه وويل: "دولت بايد د ولسواليو لارې خلاصې کړي؛ ځکه خلک خپل ناروغان مرکز ته راوړي او د خوراکي او سون توکو لپاره مرکز ته راځي."
هغه په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه چې که دغه لارې تړلې پاتې شي نو د خوراکي او سون توکو بيې به لوړې شي او د هغو ناروغانو چې ستونزې يې د ولسواليو په کلينيکونو کې نه حل کېږي او بايد ولايتي روغتون ته ولېږدول شي، په لارو کې به ژوند له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د فارياب ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د لارې د بندښت له امله يوې ښځې ژوند له لاسه ورکړ.
د کوهستان ولسوال امام يار تقوا وويل چې درنې واورې د فارياب له مرکز سره د يادې ولسوالۍ لار له تېرو دوو ورځو راهيسې بنده کړې او دغه مېرمن چې اپنډکس شوې وه او د يوه اس په وسيله روغتيايي مرکز ته لېږدول کېده، د لارې په اوږدو کې يې ژوند له لاسه ورکړى دى.
هغه د کوهستان په ځينو سيمو کې د واورې ضخامت تر درېيو مترو پورې وباله او ويې ويل چې له کوهستان سره د ميمنې لار د يوه کال په اوږدو کې شپږ مياشتې د ترافيکو پر مخ تړلې وي او خلک د حيواناتو په وسيله پرې تګ راتګ کوي، خو اوسنۍ واورې ورېدو د حيواناتو د تګ راتګ لارې ستونزمنې کړې دي.
د فارياب ولايتي شورا پخواني مرستيال او د کوهستان يوه مخور محمد صادق لولاشي وويل چې د واورې ورېدو له امله د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي.
د هغه په وينا، پخوا به يو من غنم په ١٢٠ افغانۍ و، خو اوس يې بيه ٢٠٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده. د سون توکو بيې هم شل سلنه لوړې شوې دي.
لولاشي وويل: "دولت په کوهستان کې د لارو له بندېدو وړاندې خوراکي توکي او د حيواناتو لپاره واښه نه دي زېرمه کړي او له همدې امله خلک له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."