Add new comment

Gunmen seize 30 bus passengers in Zabul

کلات (پژواک، ٥ کب ٩٣): چارواکي وايي چې وسله والو د کابل– کندهار پر لويه لار د سپرليو له يوه ٣٠٣ موټره ٣٠ مسافر تښتولي دي.
د زابل د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدالله احمدي د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه پرون ماښام شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ د پش کندې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ناپېژانده وسله والو  له  ٣٠٣ موټره ٣٠  مسافر ښکته کړي او بيولي، خو وايي چې د دغو مسافرو هويت تر اوسه نه دى معلوم.
د نوموړي په وينا، لومړني معلومات ښيي چې دغه کسان له ايرانه راستانه شوي کډوال دي او غوښتل يې چې خپلو سيمو ته ولاړ شي.
امنيه قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل کړي او ځيني شکمن کسان يې نيولي هم دي.
خو نوموړي وويل چې وسله والو تښتول شوي کسان د دغه ولايت د ارغنداب ولسوالۍ لور ته لېږدولي دي.
د دې تښتوونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.