Add new comment

Interpol’s help sought to arrest bank looters

کندهار (پژواک، ٣ کب ٩٣): په سوېل کې د افغانستان بانک عمومي رييس وايي، له انټرپول پوليسو د هغو کسانو د نيولو په برخه کې د مرستې غوښتنه شوې چې څو ورځې وړاندې يې د اړوند بانک د سپين بولدک له څانګې ٧٦ ميليونه افغانۍ غلا کړې او تښتېدلي دي.
د افغانستان بانک رييس فضل احمد نن (د کب ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان بانک د سپين بولدک له څانګې د پيسو د غلا د موضوع د څېړلو په موخه يو پلاوى کندهار ته را رسېدلى دى.
هغه زياته کړه، تر دې مهاله په شوو څېړنو کې جوته شوې چې د بانک له خزانې ٧٦ ميليونه افغانۍ وړل شوې دي.
په پيل کې داسې خبرونه ورکړل شوي وو چې له دغه بانکه ٥٠ ميليونه افغانۍ غلا شوې دي، خو اوس چارواکي دغه کچه لوړه ښيي.
د بانک رييس وايي، مخکې له دې چې د سپين بولدک د څانګې مدير او درې مامورين له خزانې پيسې غلا کړي، خپلې کورنۍ يې پاکستان ته لېږدولې وې چې وروسته هغوى هم وتښتېدل.
د ده په خبره، د بانک مدير په ودانۍ کې د لګېدلو کامرو ثبت هم له منځه وړى، خو له دې سره سره يې دغه ثبت موندلى او په کې له ورايه ښکاري چې دغه مامور له خپلو دوو نورو همکارانو سره پيسې غلا کړې دي.
فضل احمد وويل، د افغانستان بانک مرکزي دفتر په دې اړه د انټرپول پوليسو ته هم خبر ورکړى او له هغوى يې د دغو کسانو د نيولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي چې پوليس هم د دې پېښې په اړه پلټنې کوي او هڅه کوي چې د پېښې عاملين ونيول شي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه د کشفي ارګانونو يوه پلاوي ته دنده سپارل شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې تر اوسه لا د موضوع اړوند پلټنې نه دې بشپړې شوې خو چې کله بشپړې شوې نو رسنيو ته به يې په اړه معلومات ورکړل شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.