Add new comment

IS men in Logar set shrine on fire

پل علم (پژواک، ٢ کب ٩٣): د لوګر چارواکي وايي چې په څرخ ولسوالۍ کې ځينو وسله والو چې ځانونه د داعش غړي بولي، يوه زيارت ته اور اچولى او په خپلسري ډول د ځينو خلکو کورونه ته ننوتي او د هغوى تلوېزيونونه يې مات کړي دي.
د څرخ ولسوال خليل الله کمال وايي چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې رامنځته شوې ده.
کمال وايي چې په داعش پورې تړلو وسله والو د خواجه علي په نوم زيارت ته اور اچولى او همداراز د هغو خلکو کورونو ته په زور ننوتي چې پر کورونو يې د تلوېزيونونو انتنونه لګېدلي وو.
د ولسوال په خبره، دغو وسله والو د خلکو تلوېزيونونه او نور اړوند تخنيکي وسايل مات کړي او هغوى يې ګواښلي چې وروسته له دې له دغه ډول وسايلو کار وانخلي او نه هم زيارتونو ته  لاړ شي.
کمال وويل چې د خواجه علي زيارت له ډېرې پخوا زمانې دلته موجود و چې د خلکو د ډېر درناوي وړ و او ډېر کله به خلک د دعاګانو لپاره ورتلل.
نوموړي د زيارت سوځول د خلکو ديني مقدساتو ته سپکاوى وباله او ويې ويل چې دغه کار د خلکو سخته غوسه راپارولې ده.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، داعش وسله والو په دې ولسوالۍ کې څه موده مخکې د امارتي په نوم د يوه تن تر مشرۍ لاندې فعاليت اعلان کړ ، له خلکو او سيمه ييزو طالبانو يې وغوښتل چې د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بيعت وکړي.
وړاندې چارواکو ويلي وو، هغو سيمه ييزو طالبانو چې د امارتي له دې غوښتنې يې سرغړونه کړې وه، پاکستان ته ور وغوښتل شول او اوس هم هلته بنديان دي.
د څرخ ولسوال په دې ولسوالۍ کې د داعش د وسله والو د دقيق شمېر په اړه معلومات نه درلودل خو وايي چې دا ډله د اوسمهال لپاره د کسانو پر جلب او جذب بوخته ده.
هغه وويل، د دې احتمالي خطر د پراختيا موضوع يې له ولايت سره شريکه کړې تر څو يې د مخنيوي لپاره هر اړخيز اقدام وکړي.
ولسوال وايي که دغه بالقوه خطر جدي ونه ګڼل شي، ښايي د دې ولسوالۍ امنيت له جدي ګواښ سره مخ کړي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي هم د داعش وسله والو له خوا د زيارت سوځول تاييدوي.
د پنګرام سيمې يوه قومي مشر حبيب الله پژواک ته وويل چې د دوى د سيمې خلک د داعش فعاليت اندېښمن کړي دي.
حبيب الله زياته کړه: "که نن يې زيارت وسوځاوه او ټلوېزيونونه يې مات کړل، سبا خلک وژني، دا د دولت مسووليت دى چې د دې ډول خلکو مخه ونيسي".
د حبيب الله په خبره، د خواجه علي زيارت له سلګونه کلونو پخوا دلته موجود و او خلکو يې درناوى کاوه.
دغه قومي مشر همداراز وايي چې هغوى د خلکو کورونو ته له اجازې پرته ننوتل او دغه کار يې د اسلامي ارزښتونو او شته قوانينو خلاف وباله او د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
پژواک اژانس دا موضوع د لوګر د والي له وياند دين محمد دروېش سره شريکه کړه. دروېش د زيارت سوځېدل تاييد کړل خو دا چې دغه کار چا کړى، په دې اړه يې ونه غوښتل څه ووايي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.