Add new comment

د زابل لسګونو ښځو لاريون وکړ

کلات (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): د زابل لسګونه مېرمنې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست مخې ته د لاريون په ډول راټولې شوې وې او د ښځو د ژوند د خويتوب غوښتنه يې کوله.
دوى ويل چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې، خو دولت يې د مخنيوي لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.
يادو ښځو، چې نن (د سلواغې ٢٥مه) د دغه ولايت د ښځو چارو رياست مخې ته راټولې شوې وې، د خپلو حقوقو د غوښتنې شعارونه يې ورکول او په پرونۍ پېښه کې يې د دريو مېرمنو وژنه د تاوتريخوالي ښکاره بېلګه بلله.
تېره ورځ د کلات ښار اړوند د رسالې په کلي کې يوه تن چې د چارواکو په خبره عصبي ناروغي يې درلوده او پر نشه يي توکو روږدی و، د خپلې کورنۍ اووه غړي ووژل چې درې په کې مېرمنې وې.
د زابل د ولايتي شورا پخوانۍ غړې مدينې پژواک خبری اژانس ته وويل چې دولت د مېرمنو ستونزو ته پام نه کوي او ښځې په پر له پسې توګه د تاوتريخوالي قرباني کېږي.
هغې زياته کړه چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى چې له امله غلاوې، کورني تاوتريخوالي او وژنې رامنځته کېږي چې ډېرى قربانيان يې ښځې وي.
د نوموړې په وينا، دولت بايد نه يواځې د پرونۍ پېښې سمه څېړنه وکړي، بلکې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو هواري ته پاملرنه وکړي.
د جمېلې په نوم يوې بلې مېرمنې له دولته وغوښتل چې بايد هغو ښځو ته دندې ورکړي چې خاوندان يې پر نشه يي توکو روږدي وي.
د زابل د ولايتي شورا مرستيالې فوزيې يونسي پژواک اژانس ته وويل، ښځې د دې لپاره راټولې شوي چې د خپلو حقونو د غوښتنې په اړه غږ پورته کړي.
نوموړي زياته کړه چې اقتصادي ستونزې، بې سوادي، له خپلې خوښې پرته ودونه او د ښځو د حقونو په اړه د نارينه وو نه معلومات هغه ستونزې دي چې د ښځو ژوند يې سخت کړی دى.
هغې له دولته او ديني علماوو وغوښتل چې بايد د اسلام او قانون په رڼا کې د ښځو د حقونو په اړه ولس پوهاوى ورکړي او ورڅخه دفاع وکړي.
په زابل کې مېرمنې په داسې حال کې د خپلو حقونو د غوښتنې غږ پورته کوي چې درې ورځې وړاندې د دغه ولايت قومي مشرانو هم پر دولت تور لګولى و چې ورته يې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.