Add new comment

Teacher shot dead in Jawzjan

شبرغان (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): د جوزجان ځايي چارواکي وايي چې وسله والو يو ښوونکى وژلى، خو وسله وال ادعا کوي چې دغه کس د اربکيانو قوماندان و.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فيض اباد ولسوالۍ د ګرجګ منځني ښوونځي ښوونکى خان محمد تېره شپه د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دوى څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې وسله والو مخالفينو ولې دغه کار کړى دى.
د عبدالقيوم په نامه يو ځايي اوسېدونکى وايي دا لومړى ځل دى چې يو ښوونکى وژل کېږي، په داسې حال کې چې په دې سيمه کې د طالبانو تر واک لاندې ښوونځي هم فعال دي.
هغه زياته کړه: ((هر څوک چې ښوونکې او اهل معارف ته زيان رسوي، د خلکو او پوهنې دښمنان دي.))
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په فيض اباد ولسوالۍ کې د اربکيانو قوماندان محمد خان وژلى دى.
اربکيان هغه قومي ځواک ته ويل کېږي چې له تنخوا پرته د سيمې په امنيت خوندي کولو کې ونډه اخلي، خو اوسمهال دغه نوم هغو ځواکونو ته اخيستل کېږي چې د دولت په چوکاټ کې رسميت نه لري او د دولت له خوا د خپلو مخالفينو پر ضد سمبال او تمويلېږي.
د ويلو ده چې تېر کال د جوزجان د قرين ولسوالۍ د پوهنې امر او د قوش تپې ولسوالۍ د يوه ښوونځي سر ښوونکى هم د وسله والو مخالفينو له خوا ووژل شو او د پوهنې رياست دغه وژنې په کلکه وغندلې.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.