Add new comment

ولسمشر د لوګر د کرومايټو د استخراج قراردادونه فسخ کړي

پل عالم (پژواک، ٢٣ دلو ٩٣): ولسمشر اشرف غني لوګر ته په ناڅاپي سفر کې له دوو کمپنيو سره د کرومايټ ډبرو د استخراج قراردادونه فسخ کړي دي.
د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري وايي چې نن ولسمشر اشرف غني يوه نا اعلان شوي سفر لوګر ته راغلى وو او د عينکو د مسو له کان څخه يې ليدنه وکړه.
اميري وايي چې ولسمشر له دوو بهرنيو کمپنيو سره د کرومايټ ډبرو د استخراج قرارداد فسخ کړى دى. دى وايي نه پوهېږي چې ددې کار عامل څه دى او د کمپنيو د هويت په اړه يې هم معلومات نه لرل.
د لوګر ولايت د سرپرست په وينا د کرومايټو د استخراج قرارداد د کانونو وزارت لخوا شوى وو او پر اساس يې کرومايټ ډبرې تر استخراج وروسته بهر ته د پروسس لپاره لېږدول کېدل.
خو اميري وايي چې ولسمشر غواړي د کرومايټو د پروسس لپاره په لوګر کې فابريکه جوړه شي، ترڅو د سيمې خلکو ته کار پيدا شي او په دې توګه له طبيعي شتمنيو له ګټې برخمن شي.
د ولايت سرپرست وايي، د ولسمشر په باور دا کار په سيمه کې د امنيت له ټينګښت سره هم مرسته کوي.
اميري وويل چې ولسمشر ددې ناڅاپي سفر په ترڅ کې د عينکو مسو کان په او په سيمه کې د کشف شويو تاريخي اثارو ليدنه وکړه.
ولسمشر غني د لوګر د مسو کان له امنيتي چارواکو سره په کتنه کې له هغوى غوښتې چې له سيمه ييزې ادارې سره خپله همغږي پياوړې کړي او د کان د کارکوونکو امنيت په بشپړ ډول خوندي کړي.
د ولايت سرپرست وايي چې دوى له پخوا هم د استخراجي شرکت د امنيت لپاره پوره تدابير نيولي دي او هېڅ داسې کومه ستونزه نشته چې د هغوى د کار پروړاندې خنډ وي.
اميري وايي، اوسمهال يواځې ١٦٥٠ امنيتي سرتېري د کان د امنيت ساتنه کوي او په بشپړ ډول امنيت تامين دى.
نوموړي وويل، دا چې چينايي شرکت په کوم دليل په کان کې خپل کار درولى دى، "له هغوى دې پوښتنه وشي".
 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.