Add new comment

2 Afghans dead, 7 hurt in Iranian police fire

 فراه(پژواک، ٢٣سلواغه ٩٣): د ايران سرحدي پوليسو دغه هېواد ته د افغانانو له ٢١ کسيزې روانې ډلې څخه دوه  تنه وژلي او اووه نور يې  ټپيان کړي دي.
دغه ټکى د فراه د جوين ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم ساتنمن نثار احمد نن پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ او ويې ويل چې دغه ٢١ تنه په ناقانونه ډول د کار لپاره ايران ته تلل.
 نثار احمد زياته کړه چې دغه ٢١ کسيزه ډله د سلواغې په ٢١مه شپه د جوين ولسوالۍ له ميلک سيمې څخه تېره شوې او د ايران په خاوره کې پرې د هغه هېواد د سرحدي ساتونکو له خوا ډزې شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې ددې پېښې له ټپي شوو څخه دوه يې نيمروز ته لېږدول شوي او پنځه نور يې له ايراني پوليسو سره پاتې دي.
هغه وويل چې د يوه وژل شوي  تن مړى هم نيمروز ته را لېږدول شوى او د بل مړى په ايران کې دى.
 سرچينې څرګنده کړه چې ددې ٢١ کسيزې ډلې پاتې ١٢ تنه لا هم لا درکه دي.
نثار احمد وويل چې ددې ٢١ تنو له ډلې څخه يې درې تنه د فراه او پاتې نور يې د نيمروز ولايت اوسېدونکي دي.
د فراه چارواکي وايي چې د فراه د والي له خوا ددې پېښې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکل شوى دى.
په کابل کې د ايران سفارت مطبوعاتي دفتر له دې پېښې نا خبري ښودلې او هيله يې څرګنده کړې ده چې دا ډول پېښې رامنځته نه شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.