Add new comment

پکتيکا: د سليمان خېلو قوم د افغان دولت ملاتړ وکړ

ښرنه (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٣): د پکتيکا د سليمان خېلو قوم له افغان دولت څخه ملاتړ اعلان کړ او وايي، چې نور به له افغان دولت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
ياد قوم د پکتيکا په شپږو ولسواليو وړممۍ، وازيخوا، خيرکوټ، جان خېل، خوشامند او يحيى خېلو کې مېشت دى، چې په همدې سيمو کې تر ټولو لوى قوم بلل کېږي.
په دې ولسواليو کې له څو کلونو راهيسې د دولت واکمني يواځې د ولسواليو تر ودانيو پورې محدوده وه او په نورو برخو کې يې وسله والو مخالفينو فعاليت درلود، خو اوسمهال په کې امنيت ټينګ شوى دى.
په دې اړه د پکتيکا ولايت د غونډو په تالار کې يوه لويه غونډه رابلل شوې وه، چې په کې د پکتيکا په والي سربېره، د يادو شپږو ولسواليو شاوخوا شپږ سوو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د پکتيکا والي عبدالکريم متين په دې اړه وويل، چې پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه دى، چې په يادو شپږو ولسواليو کې د سليمان خېلو لوی قوم د تاريخ په اږدو کې د خپلو سيمو ساتنه کړې ده.
نوموړي ومنله، چې د دې ولايت په دولتي ادارو کې بې شمېره ستونزې شته، چې له امله يې خلک په دولت بې باوره کړي دي.
والی وايي، په پکتيکا کې به د سليمان خېلو په ملاتړ ښه حکومتولي، امنيت او سوله راولي او له اداري فساد سره به مبارزه وکړي.
والی ژمنه وکړه، چې په ډېر لنډ وخت کې به د دې ولايت په ټولو ادارو کې د پام وړ بد لونونه راولي او هغه کسان به له خپلو دندو ګوښه کړي، چې په خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي.
د پکتيکا ولايت د يحيی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي زرخان سليمان خېل وويل، د سليمان خېلو قوم له دولت سره په هره برخه کې ملاتړ کوي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې په سيمه کې ناامنيتي را منځته کړي.
د ده په وينا، يحيی خېل ولسوالۍ د پکتيکا تر ټولو له ناارامه ولسواليو څخه شمېرل کېده، خو د دې قوم په مرسته د سيمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کېدو يې په دې ولسوالۍ کې امنيت خوندي کړی دی.
په دې غونډه کې يو شمېر نورو قومي مشرانو هم خبرې وکړې او له دولت څخه يې ملاتړ اعلان کړ.
د کورنيو چارو وزارت استازي اکرام الدين ياور د دې غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولايت په ادارو کې به د فساد مخه نيسي.
د يادونې ده، چې له دې وړاندې هم د دې ولايت ديني عالمانو په ورته ناستو کې، له افغان دولت څخه ملاتړ کړى وو او د ديني مدرسو او علماوو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه يې کړې وه.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.