Add new comment

Hameed claims cut in Taliban’s foreign funding

کندهار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد وايي، پر وسله والو مخالفينو د بهرنيو کړيو پانګونه کمه شوې، چې له مخې به يې د سږ کال په پرتله په را روان کال کې ګواښونه کم وي.
جنرال عبدالحميد حميد دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٢مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه وويل، په دې وروستيو کې نه يوازې پر وسله والو مخالفينو د پانګونې کچه کمه شوې، بلکې د هغوى تر منځ اختلافات هم ډېر شوي دي.
نوموړي زياته کړه، اوس مهال بهرنۍ کړۍ په وسله والو مخالفينو هومره پانګونه نه کوي، لکه پخوا چې يې پرې کوله؛ ځکه دا ډله نور د هغوى لپاره موثره نه ده.
دى وايي: ((مخکې وسله والو مخالفينو ته د جګړې لپاره ډېر لګښت ورکول کېده چې ډېره برخه يې په ځانمرګو بريدونو، د ماينونو په جوړولو او نورو وسله والو بريدونو لګېده، خو اوس دغه راز فعاليتونه کم شوي او په نوي کال کې به نور هم کم شي.))
د هغه په خبره، د دې تر څنګ د وسله والو مخالفينو په ليکو کې هم اختلافات راغلي، ملا محمدعمر او ملا منصور يوه ډله شوې او ملا عبدالقيوم ذاکر ترې بېل شوى او ان هغه له خپلو قوماندانانو او افرادو سره له ليدو هم منع شوى دى.
حميد دا هم وويل چې د وسله والو په ليکو کې د سپين او تور بيرغ پر سر هم اختلافات پيدا شوي چې يوه بېلګه يې ملا عبدالروف خادم و، چې څو ورځې وړاندې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې په نښه شو.
دى وايي، دغه بېل کړاى شوي طالب قوماندان په دې وروستيو کې د داعش په نوم د خلکو د جلب او جذب چارې پيل کړې وې.
نوموړي په سوېل کې د داعش شتون هم رد کړ او ويې ويل په دې اړه خپاره شوي راپورونه تبليغات دي، دغلته تر اوسه په دې نوم کوم بهرني وسله وال نه دي راغلي، بلکې ځايي وسله والې کړۍ د داعش نوم د خلکو د وېرولو لپاره کاروي.
خو ده وويل چې د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه لا له وړاندې د سوېل په څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې د باور په نوم شپږ مياشتني ګډ عمليات پيل کړي، چې په کې د ملي اردو تر څنګ، ملي پوليس او ملي امنيت هم برخه اخلي.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان زياته کړه، همدا د امنيتي ځواکونو پسرلني عمليات دي چې د روان لمريز کال د ژمي دوې مياشتې او د نوي لمريز کال راتلونکې څلور مياشتې به دوام ولري.
جنرال حميد وايي، دغه عمليات اوس مهال د کندهار په ميوند او ميانشين ولسواليو کې روان دي، چې له مخې يې وسله والو ته درانه تلفات اوښتي او ډېرې ساحې له ماينونو پاکې شوې دي.
ده زياته کړه: ((د باور په نوم په پيل شوو عملياتو کې د ميوند درې پراخې سيمې خوشکاوه، اسماعيل خېل او عثمان خېل چې د هلمند له ناارامې ولسوالۍ سنګين سره پر پوله پرتې دي له وسله والو پاکې شوې، تېره اوونۍ دغلته ١٠ وسله وال ووژل شول او په روانه اوونۍ کې بيا د هغوى د يوه مهم قومندان ملا شاولي په ګډون ٩ تنه وژل شوي دي.))
حميد زياته کړه، له دې سره هم مهاله د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ سرتېري هلمند ته د ٢١٥ قول اردو له سرتېرو سره د همکارۍ لپاره لېږل شوي، چې ډېر ژر به په سنګين او موسى کلا کې ګډ عمليات پيل کړي.
د ده په خبره، د تېر په پرتله د امنيتي ځواکونو د اکمال او تجهيز ستونزې تر ډېره هوارې شوې او هغوى د دې جوګه دي چې ټولې امنيتي چارې او عمليات په ښه توګه ترسره کړي.
ده وويل: ((اوس مهال د ٢٠٥ اتل قول اردو قومنداني ٩ الوتکې او ٨ هليکوپټر لري چې په مټ يې نه يوازې امنيتي ځواکونو ته اکمالات رسول کېږي، بلکې په بېړنيو حالاتو کې له ليرې سيمو ټپيان هم رالېږدوي.))
خو ده يادونه وکړه چې اوس د لارو امنيت ښه شوى او هغوى اړوندې ډېرې چارې د ځمکې له لارې ترسره کوي، خو که اړتيا پېښه شي نو د پخوا په څېر ورسره اوس هم د بهرنيو ځواکونو الوتکې مرسته کوي.
نوموړي د سوېلي زون امنيتي وضعيت ښه وګاڼه او ويې ويل تر هغه وروسته چې په دې وروستيو کې په کندهار کې له پاکستاني ځواکونو سره ګډه ناسته ترسره شوه، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو بريدونه کم شوي دي.
دى وايي، له دې وړاندې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د پاکستاني ځواکونو د امنيتي پوستو له څنګ څخه د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو وسله وال بريدونه کېدل او يا به وسله وال را اوښتل او دغلته به د بريدونو او د ماينونو له خښولو وروسته بېرته اوښتل.
د ده په باور، داسې ښکاري چې په پاکستان کې د وسله والو د ځينو لويو تروريستي بريدونو وروسته دغه هېواد مجبور شوى چې له افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له رښتينولۍ کار واخلي.
خو نوموړي يادونه وکړه چې لا هم انتظار په کار دى، تر څو د دغه هېواد پر رښتينولۍ بشپړ باور ترلاسه شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.