Add new comment

ترينکوټ (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٣): د اروزګان د مدني ټولنو يو شمېر غړو او د رسنيو استازو د يوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې د ولايتي شورا له غړو وغوښتل چې اختلافات پرېږدي او د سنا مجلس استازى او اداري پلاوي غړي دې وټاکي.
د غونډې ګډونوالو د ولايتي شورا پر غړو غږ وکړ چې د خلکو رايو ته درناوى وکړي او نور دې دا موضوع نه ځنډوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولايتي شورا د انتخاباتو د نهايي پايلو تر اعلان شاوخوا درې نيمې مياشتې تېرېږي.
د مدني ټولنې غړو او د رسنيو استازو پر ځينو حکومتي چارواکو او د ولسي جرګې پر غړو تور لګوي چې د اداري پلاوي او د مشرانو جرګې د انتخابي غړي د ټاکلو موضوع وځنډوي.
که څه هم د اروزګان ولايتي شورا يو ځل د داخلي ټاکنو په ترڅ کې يو غړى سنا مجلس ته معرفي کړ، خو دا چې نوموړي د ٣٥ کلنۍ عمر نه وو پوره کړى.
عزت الله لطيفي د مدني ټولنې غړى، په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي، د اروزګان امنيه قوماندان مطيع الله خان او د کندهار پر امنيه قوماندان عبدالرازق تور لګوي چې د اروزګان د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنه کې لاسوهنه کوي او دا د دې سبب شوې چې خبره وځنډېږي.
د ده په خبره د ولايتي شورا غړي دوه ډلې شوي او هر يو يې هڅه کوي سنا مجلس او د شورا د رياست لپاره د خپلې خوښې کسان انتخاب کړي.
اسد پښتون په اروزګان کې د مدني ټولنې يو بل غړي د ټاکنو کمېسيون له چارواکو وغوښتل چې ولايتي شورا د اداري پلاوي غړي اړ باسي چې ټاکنې وکړي او د اداري پلاوي غړي وټاکي او مشرانو جرګې ته هم خپل استازى معرفي کړي.
همدارنګه يادو کسانو د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره غوښتنه وکړه چې حکومت ژر تر ژره دې ستونزې ته د پاى ټکى کېږي.
په دغه پرېکړه ليک کې خبردارى ورکړل شوى که ولايتي شورا ژر تر ژره اقدام ونه کړي نو دوى به په لاريونونو لاس پورې کړي.
بل پلو د ولسي جرګې غړى عبيدالله بارکزى د مدني ټولنې د غړو له خوا پر ځاى لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د ولايتي شورا ټاکنې نه په دوى پورې اړه لري او نه هم دى د دې واک لري چې په کې لاسوهنه وکړي.
بارکزي له پژواک سره په خبرو کې د ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکنو پر ځنډېدو خواشيني وښوده او د ولايتي شورا له غړو يې وغوښتل چې ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي.
دى وايي که دا موضوع تر دې ډېره غځېږي، نو په اروزګان کې پر دولتي کارونو به منفي اثر وشيندي.
همداراز د امنيه قوماندان مطيع الله خان هم پرده لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي.
دى وايي چې دا موضوع په ده پورې هېڅ تړاو نه لري هېڅکله به په کې مداخله ونه کړي.
د ولايتي شورا يوه غړي عبدالکريم خادمزي پژواک ته وويل چې ستونزه د هغو دوو تنو استازو تر منځ ده چې د مشرانو جرګې د څوکۍ لپاره يې په داخلي ټاکنو کې سره سيالي وکړه.
بلخوا د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري د ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکنو پر ځنډېدو د خواشينۍ ښودو تر څنګ وويل چې که د ولايتي شورا غړي وغواړي هېڅوک نه شي کولاى د دغو ټاکنو مخه ونيسي.
تيموري وايي چې د ولايتي شورا په کارونو کې ځنډ د خلکو د اندېښنې سبب شوى او ژر تر ژره بايد دې ستونزې ته د حل لاره وموندل شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.